کونړ کې ۸۱ بزګرانو ته د کورنیو باغچو کیټونه ووېشل شول

mail-admin
Mon, Jun 08 2026 9:20 AM
کونړ کې ۸۱ بزګرانو ته د کورنیو باغچو کیټونه ووېشل شول

د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د ښځو فقر پر وړاندې د مبارزې (ماپو) مؤسسې له لوري او د «ټي‌ډي‌اچ» جرمني مؤسسې په مالي ملاتړ، د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد اړوند ۸۱ تنو بزګرانو ته د کورنیو باغچوکیټونه ووېشل شول.
د کیټونو د وېش مراسم د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د سرپرست رییس محمدالله فاروقي، د کرنې ریاست د تخنیکي پرسونل، د کونړ اقتصاد ریاست د استازو، د ماپو مؤسسې د رهبرۍ غړو او د یادې مؤسسې د ولایتي مسؤل محمد عمر خوراکي په ګډون ترسره شول.
د کونړ د کرنې ریاست مسؤلینو د یاد پروګرام موخه د کورنیو د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا، د سبو د تولید زیاتوالی او د بزګرانو اقتصادي ملاتړ وباله. د هغوی په وینا، د کورنیو باغچو د رامنځته کېدو له لارې به مستحقې کورنۍ وکولای شي د خپلو ورځنیو غذایي اړتیاوو یوه برخه پخپله تولید کړي او له دې لارې خپل اقتصادي وضعیت هم ښه کړي.
د مراسمو پر مهال د کرنې ریاست چارواکو د کرنیزو او باغدارۍ پروژو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د کورنیو باغچو پراختیا نه یوازې د خوړو د خوندیتوب په ټینګښت کې مرسته کوي، بلکې د کورنیو د عایداتو د لوړولو او د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره هم اغېزمنه وسیله ده.
په پای کې مستحقو بزګرانو ته د باغدارۍ اړین کیټونه ووېشل شول او ګډونوالو د دې ډول پروګرامونو هرکلی وکړ. د کرنې ریاست رهبرۍ او د پروژې مسؤلینو هم ډاډ ورکړ چې د بزګرانو د ملاتړ او د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا لپاره به ورته پروژې په راتلونکې کې هم دوام ومومي.
په افغانستان کې د کورنیو باغچو پروګرامونه د خوړو د خوندیتوب د ښه والي، د سبو د تولید د زیاتوالي او د کلیوالو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره له مهمو کرنیزو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي. د کرنې وزارت او همکارې مؤسسې په بېلابېلو ولایتونو کې د دې ډول پروژو له لارې زرګونه کورنۍ د اصلاح شویو تخمونو، بڼوالۍ وسایلو او تخنیکي روزنو څخه برخمنې کړې دي، چې د کورنیو د عایداتو په زیاتوالي او د سالمو خوړو د لاسرسي په پراختیا کې یې د پام وړ رول لوبولی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS