کرنې وزارت کې د اصلاح شویو تخمونو د تولید او رسولو وضعیت وڅېړل شو

mail-admin
Mon, Jun 08 2026 8:58 AM
کرنې وزارت کې د اصلاح شویو تخمونو د تولید او رسولو وضعیت وڅېړل شو

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ، د اصلاح شویو تخمونو د ملي بورډ، د کرنیزو څېړنو انسټېټیوټ، د تخمونو د تصدیق ریاست مسؤلینو او د اصلاح شویو تخمونو د تولیدي شرکتونو استازو په ګډون د یاد وزارت په مقر کې غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اصلاح شویو تخمونو د تولید وضعیت، رد شوي مورني تخمونه، پاتې مورني تخمونه او د بنسټیزو او مورنیو تخمونو د تولید په برخه کې شته ستونزې او ننګونې وڅېړل شوې. همدارنګه ګډونوالو په دې برخه کې خپل نظریات، وړاندیزونه او تخنیکي سپارښتنې شریکې کړې.
دغه راز په غونډه کې یادونه وشوه، چې د کرنیزو څېړنو انسټېټیوټ په تېر کال کې د غنمو، جوارو، شولو، پنبې، سویابینو او د بېلابېلو سبو د مورنیو تخمونو په تولید کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دي.
د کرنې وزارت مسؤلینو ټینګار وکړ چې د نباتي ورایټیو د څېړنې، تولید او ترویج لپاره هڅې دوام لري، څو بزګرانو ته د لوړ کیفیت لرونکو تخمونو د لاسرسي زمینه برابره او په هېواد کې د کرنیزو حاصلاتو کچه لا زیاته شي.


بررسی وضعیت تولید و تأمین تخم‌های بذری در وزارت زراعت
جلسه‌ای به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسوولان بورد ملی تخم‌های بذری، انستیتوت تحقیقات زراعتی، ریاست تصدیق تخم‌های بذری و نمایندگان شرکت‌های تولید تخم بذری در مقر وزارت زراعت برگزار شد.
در این نشست، وضعیت تولید تخم‌های بذری، تخم‌های مادری رد شده، تخم‌های مادری باقی‌مانده و چالش‌های موجود در زمینه تولید تخم‌های بنیادی و مادری مورد بحث و بررسی قرار گرفت و اشتراک‌کنندگان دیدگاه‌ها و پیشنهادهای خود را در این زمینه ارائه کردند.
همچنین در جلسه یادآوری شد که انستیتوت تحقیقات زراعتی در سال گذشته موفق به تولید تخم‌های مادری گندم، جواری، شالی، پنبه، سویابین و انواع سبزی‌جات شده است.
مسوولان وزارت زراعت تأکید کردند که تلاش‌ها برای تحقیق، تولید و ترویج ورایتی‌های مختلف نباتی ادامه دارد تا زمینه دسترسی دهاقین به تخم‌های باکیفیت فراهم شده و میزان حاصلات زراعتی در کشور افزایش یابد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS