ننګرهار کې یوشمېر بېوزله او راستنو شوو کورنیو سره د هګۍ اچوونکو چرګانو مرسته وشوه

mail-admin
Sun, Jun 07 2026 11:33 AM
ننګرهار کې یوشمېر بېوزله او راستنو شوو کورنیو سره د هګۍ اچوونکو چرګانو مرسته وشوه

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د مدیریت، نوښتونو او پرمختګ (امید) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ښځو نړۍوالې ادارې او د بشري مرستو صندوق په مالي ملاتړ، د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحیې له ۲۵ بېوزلو، تازه راستنو شوو او کورنیو بې‌ځایه شوو کورنیو سره د هګۍ اچوونکو چرګانو مرسته ترسره شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا آمر، ډاکټر محمد ضمیر بهسودي، د مرستو د وېش پر مهال وویل، چې دغه مرسته د یادو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د عایداتو د زیاتوالي او د کورنیو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې هرې مستحقې کورنۍ ته ۳۰ دانې هګۍ اچوونکي چرګان او ۱۵۰ کیلوګرامه د چرګانو خوراکه ورکړل شوه، څو وکولای شي د چرګانو له روزنې څخه دوامدار عاید ترلاسه کړي او د خپلې کورنۍ د ژوندانه وضعیت ښه کړي.
ډاکټر بهسودي همداراز څرګنده کړه، چې له دې وړاندې یادو کورنیو ته د چرګانو د ساتنې او مناسبې روزنې لپاره اړین تجهیزات، لکه دروازې، کړکۍ، د اوبو لوښي او د دانې لوښي هم وېشل شوي وو، ترڅو د چرګانو لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.
د پروژې مسئولین وایي، د مرستو ترڅنګ به مستحقو کورنیو ته د چرګانو د روزنې، پالنې، تغذیې، د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، او نورو اړوندو تخنیکي برخو کې عملي او نظري روزنې هم ورکړل شي، څو د دې پروګرام پایلې دوامدارې او اغېزمنې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همکارې مؤسسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مالدارۍ د ودې، د کلیوالو کورنیو د عایداتو د زیاتوالي او د خوړو د خوندیتوب د ښه والي لپاره ورته پروګرامونه پلي کوي، چې د بېوزلو او زیانمنو کورنیو په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS