د خوست ګربزو کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم ساتنې توکي ووېشل شول

mail-admin
Sat, Jun 06 2026 4:08 PM
د خوست ګربزو کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم ساتنې توکي ووېشل شول

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اوآرډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د یادې ولسوالی ۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د غنمو د تخم ساتنې لپاره اړین توکي ووېشل شول.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په وینا، دغه مرستې هغو بزګرانو ته ورکړل شوې، چې څو میاشتې وړاندې ورته د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي وو. د پروګرام له مخې هر بزګر ته د تخمونو د خوندي ساتنې او د راتلونکي کرنیز فصل لپاره د اغېزمنې استفادې په موخه دوه ځانګړې پلاستیکي کڅوړې او یوه پلاستیکي بوجۍ ورکړل شوه.
د خوست د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د اصلاح شویو تخمونو خوندي ساتنه د کرنیزو تولیداتو د دوام او کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري. د همدې لپاره هڅه کېږي، چې بزګران د تخمونو د ساتنې له معیاري لارو چارو سره بلد او په اړینو وسایلو سمبال شي، څو وکولای شي د راتلونکو فصلونو لپاره له خپلو تخمونو څخه په غوره توګه ګټه واخلي.
د یادې پروژې موخه د بزګرانو ملاتړ، د اصلاح شویو تخمونو د ضایع کېدو مخنیوی، د تخمونو د ساتنې کلتور پیاوړتیا او د راتلونکي فصل لپاره د کرنیزو حاصلاتو د کمیت او کیفیت لوړول بلل شوي دي.
د مرستې ترلاسه کوونکو بزګرانو د خوست د کرنې ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او همکارې مؤسسې له دې اقدام څخه هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د تخمونو د ساتنې لپاره د مناسبو وسایلو برابرېدل به د دوی د کرنیزو فعالیتونو په ښه والي او د حاصلاتو په زیاتوالي کې مهمه ونډه ولري.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په وروستیو کلونو کې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره ګڼ شمېر پروګرامونه پلي کړي دي. د اصلاح شویو تخمونو وېش، د کرنیزو وسایلو برابرول، مسلکي روزنې او د تخمونو د ساتنې پروګرامونه هغه اقدامات دي، چې د کرنې د عصري کېدو او د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي. د غنمو تخمونو د ساتنې دغه پروګرام هم د همدې هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې د دوامدارو کرنیزو تولیداتو ملاتړ او د بزګرانو د عایداتو لوړول دي.


برای ۵۰۰ دهقان در ولسوالی گربز ولایت خوست وسایل نگهداری تخم گندم توزیع شد
۱۶ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ذی‌الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
در چارچوب ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست، تحت نظارت مدیریت عمومی امور زراعتی ولسوالی گربز و با تمویل سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و همکاری تخنیکی موسسه برای احیا و توسعه، وسایل مورد نیاز نگهداری تخم گندم برای ۵۰۰ دهقان مستحق این ولسوالی توزیع گردید.
به گفته مسئولان ریاست زراعت خوست، این کمک‌ها به دهقانانی توزیع شده است که چند ماه پیش تخم‌های اصلاح‌شده گندم را دریافت کرده بودند. بر اساس این برنامه، به هر دهقان به منظور نگهداری مصئون تخم‌ها و استفاده مؤثر از آن‌ها در فصل زراعتی آینده، دو بوجی پلاستیکی مخصوص و یک خریطه پلاستیکی داده شد.
مسئولان ریاست زراعت خوست می‌گویند که نگهداری مصئون تخم‌های اصلاح‌شده در تداوم تولیدات زراعتی و بهبود کیفیت محصولات نقش مهمی دارد. از همین رو تلاش می‌شود تا دهقانان با روش‌های معیاری نگهداری تخم آشنا شده و به وسایل لازم مجهز شوند تا بتوانند در فصل‌های آینده از تخم‌های خود به بهترین شکل استفاده کنند.
هدف این پروژه حمایت از دهقانان، جلوگیری از ضایع شدن تخم‌های اصلاح‌شده، تقویت فرهنگ نگهداری تخم و افزایش کمیت و کیفیت حاصلات زراعتی در فصل آینده عنوان شده است.
دهقانان دریافت‌کننده این کمک‌ها از اقدام ریاست زراعت خوست، سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و موسسه همکار استقبال کرده و گفتند که فراهم شدن وسایل مناسب برای نگهداری تخم‌ها نقش مهمی در بهبود فعالیت‌های زراعتی و افزایش حاصلات آنان خواهد داشت.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست در سال‌های اخیر برنامه‌های متعددی را برای افزایش تولیدات زراعتی و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان تطبیق کرده است. توزیع تخم‌های اصلاح‌شده، فراهم‌سازی وسایل زراعتی، آموزش‌های مسلکی و برنامه‌های نگهداری تخم از جمله اقداماتی است که برای عصری‌سازی زراعت و تقویت مصئونیت غذایی انجام می‌شود. برنامه نگهداری تخم گندم نیز بخشی از همین تلاش‌ها است که هدف آن حمایت از تولیدات پایدار زراعتی و افزایش عواید دهقانان می‌باشد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS