د کورنیو عایداتو او خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه؛  بلخکې ۷۶ اړمنو کورنیو ته د هګۍ لرونکو چرګانو وېش

mail-admin
Thu, Jun 04 2026 10:57 AM
توزیع مرغ‌های تخم‌گذار برای ۷۶ خانواده نیازمند در بلخ به منظور تقویت عواید خانواده‌ها و امنیت غذایی

١٤ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
 د بلخ ولایت د کشنده ولسوالۍ په کچه د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، ۷۶ اړمنو کورنیو ته د هګۍ لرونکو چرګانو مرسته ووېشل شوه.
دغه مرسته د کشنده ولسوالی د کرنیزو خدماتو مدیریت په همغږۍ او د "ډبلیوډبلیواچ" مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ ترسره شوه، چې له مخې یې هرې مستحقې کورنۍ ته ۵۰ دانې هګۍ لرونکې چرګانې د شفافو او ټاکل شویو معیارونو له مخې ووېشل شوې.
د بلخ  کرنې ریاست د چارواکو په وینا، د یاد پروګرام موخه د کلیوالو کورنیو د عایداتي سرچینو پراخول، د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او د مغذي خوړو لاسرسي ته زمینه برابرول دي، څو مستفیدې کورنۍ وکولای شي د چرګانو له روزنې څخه دوامداره اقتصادي ګټه ترلاسه کړي.
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، د چرګانو روزنه د کلیوالو او بېوزلو کورنیو لپاره د عاید یوه اغېزمنه او دوامداره سرچینه ده، چې نه یوازې د کورنیو د اقتصادي ځان بسیاینې په پیاوړتیا کې مهم رول لري، بلکې د خوړو خوندیتوب او د پروټین لرونکو خوراکي توکو د تولید په زیاتوالي کې هم ارزښتناک اغېز لري.
هغوی زیاته کړه، چې د ورته پرمختیایي او حمایوي پروګرامونو پلي کول د اړمنو کورنیو د ژوند د کچې په لوړولو، د بېوزلۍ په کمولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو په پراختیا کې مهم رول لوبوي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې سکټور د ودې او د کلیوالو ټولنو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د دولتي ادارو او همکارو مؤسسو له لوري د ورته پروژو پلي کول دوام لري، چې موخه یې د خلکو د ژوند شرایطو ښه کول او د پایدارو عایداتي فرصتونو رامنځته کول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS