د پکتیا په مرکز او دوو ولسوالیو کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه د مرستو وېش

mail-admin
Mon, May 25 2026 4:12 PM
د پکتیا په مرکز او دوو ولسوالیو کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه د مرستو وېش

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په مرکز ګردېز، سیدکرم او زرمت ولسوالیو کې ۲۰ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا په موخه د خیاطۍ، لبنیاتو او سبو اړوند وسایل ووېشل شول.
د مرستو د وېش په مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیم زي، د کرنیزو چارو لوی مدیر عزیزالله کریمي، د کرنې متخصص سیدحسن تکل، د اقتصاد ریاست استازو او د یادې مؤسسې ولایتي مسؤلینو ګډون کړی و.
د پکتیا د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي وویل، یادې مرستې کولی شي د اړمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مهم او رغنده رول ولوبوي. نوموړي له مستفیدینو وغوښتل، څو د مسلکي لارښوونو مطابق له ورکړل شویو وسایلو څخه سمه او اعظمي ګټه واخلي، ترڅو خپلې کورنۍ پر ځان بسیا او عایداتي سرچینې پیاوړې کړي.
هغه زیاته کړه، چې له یادو ۲۰ کورنیو څخه ۵ کورنیو ته د لبنیاتو وسایل، ۱۲ کورنیو ته د خیاطۍ وسایل او ۳ کورنیو ته د سبو اړوند وسایل وېشل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د لبنیاتو په بسته کې ۲۶ قلمه توکي، د خیاطۍ په بسته کې ۳۲ قلمه توکي او دسبو په بسته کې ۲۷ قلمه توکي شامل وو، چې د مستفیدینو د اړتیاوو مطابق ترتیب او برابر شوي وو.
د «اکشن اېډ» مؤسسې مسؤلینو وویل، چې هرې کورنۍ ته د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د کوچني کاروبار اړوند وسایل ورکړل شوي، څو وکولای شي د خپلو کورنیو اقتصادي وضعیت پیاوړی او دوامدار عایداتي سرچینې رامنځته کړي. د یادو مرستو ټولیز ارزښت شاوخوا دوه میلیونه افغانیو ته رسېږي.
د پکتیا د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د ورته پروګرامونو دوام به نه یوازې د کلیوالو کورنیو اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي، بلکې د عایداتي سرچینو د پراختیا، د کورنیو د ځان بساینې او د سیمه‌ییزو کاروبارونو د ودې لپاره به هم اغېزناک تمام شي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د کرنې اړوند کوچني کاروبارونه د کلیوالو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د بېوزلۍ د کموالي او د دوامدارو عایداتي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره مهم رول لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS