ننګرهار کې د کډوالو او بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام؛ ۲۸ کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

mail-admin
Mon, May 25 2026 4:11 PM
ننګرهار کې د کډوالو او بېوزلو کورنیو د ملاتړ پروګرام؛ ۲۸ کورنیو ته نسلي وزې ووېشل شوې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ د ودې او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په موخه د جلال‌اباد ښار په اتمه ناحیه کې ۲۸ بېوزلو، راستنېدونکو او کورنیو بې‌ځایه شوو کورنیو ته نسلي وزې وېشلې دي.
دغه مرسته د ننګرهار د کرنې ریاست په هڅو، د مدیریت، نوښتونو او پرمختګ «اومید» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د ملګرو ملتونو د ښځو نړیوالې ادارې او د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق «اې‌اچ‌اف» په مالي ملاتړ ترسره شوې ده.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا آمر ډاکټر محمد ضمیر بهسودي وویل، چې دغه پروګرام د کورني اقتصاد د پیاوړتیا، د بېوزلو کورنیو د عوایدو زیاتوالي او د مالدارۍ سکتور د پراختیا په موخه پلي شوی دی.
د نوموړي په وینا، په دې پړاو کې تازه راستنېدونکو کډوالو، کورنیو بې‌ځایه شوو او اړمنو ځایي اوسېدونکو ته د بېټل نسل وزې ورکړل شوې، څو د شېدو تولید، نسل‌ګیرۍ او مالدارۍ له لارې خپلې اقتصادي ستونزې راکمې کړي.
هغه زیاته کړه، چې د وېشل شویو وزو د قرنطین موده بشپړه شوې او د روغتیا د ډاډ ترلاسه کولو لپاره پرې بېلابېل لابراتواري معاینات او ټېسټونه ترسره شوي دي. همدارنګه یې له ګټه‌اخېستونکو سره د تخنیکي همکاریو او دوامدار ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
بلخوا «امید» مؤسسې رییس بخت‌الله صافي وویل، چې د تمویل کوونکو ادارو په همغږۍ هڅه کوي، څو په راتلونکو پړاوونو کې هم د نورو بېوزلو کډوالو او راستنېدونکو کورنیو ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه وویل، چې د یادو کورنیو لپاره به د وزو د ښې ساتنې په موخه حیواني خوراک هم برابر شي او ترڅنګ به یې د وزو روزنې، پالنې، شېدو راټولولو، د ناروغیو مخنیوي او مالدارۍ اړوند نورو برخو کې مسلکي روزنې هم ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروګرام په دویم پړاو کې به ۲۴ نورو مستحقو کورنیو ته هم ورته مرستې ووېشل شي، څو د مالدارۍ له لارې د هغوی اقتصادي وضعیت ښه او پر ځان بسیاینې ته زمینه برابره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS