د خوست ځاځي میدان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو  د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

mail-admin
Mon, May 25 2026 4:08 PM
د خوست ځاځي میدان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو  د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اوآرډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د ځاځي میدان ولسوالی پر۳۵ بزګرانو د دوی اقتصادي ودې ته د زمینې برابر ولو په پار د سبو او مېوو وچولو ماشینونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددې مرستې د وېش پرمهال د «اوآرډي» مؤسسې چارواکو د ذکرشوو ماشینونو د اهمیت او ارزښت په اړه خبري وکړې زیاته یې کړه،  چې د سبو او مېوو د رفع حاصل پر وخت یې بیې ټیټ او بزګران نشي کولای چې د غوښتنې مطابق عواید ترلاسه کړي، چې وچول یې اسانه او معقوله لار ده. په همدی اساس مو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت وشوو کولای د ۳۵ بزګرانو ستونزو ته رسېدنه وکړو.  
دغه راز د خوست دکرنې ریاست چارواکو دکرنې ریاست په استازولۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او همکاري مؤسسې «اوآرډي» مسؤلینو ته د هرکلی ترڅنګ  د «اوآرډي» مؤسسې د ښې او پروخت همغږۍ، باکیفیته او شفاف کارونو له امله مننه او قدردانې وکړه، او بزګرانو ته یې هدایت وکړه چې د ماشینونو څخه په مؤثره توګه استفاده وکړي او هم یې ښه ساتنه او حفاظت وکړي. 
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ورته پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې د کرنې سکتور پیاوړی کړي، د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کړي او د هغوی د عوایدو زیاتوالي زمینه برابره کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS