بادغیس کې د لوی اختر په درشل کې د کانګو تبې د مخنیوي عامه پوهاوی؛ سلګونه تبلیغاتي پاڼې پر مالدارانو او قصابانو ووېشل شوې

mail-admin
Mon, May 25 2026 12:54 PM
آگاهی‌دهی عامه برای جلوگیری از تب کانگو در آستانه عید قربان در بادغیس؛ صدها برگه تبلیغاتی میان مالداران و قصابان توزیع شد

۴ غبرګولي ۱۴۰۵ ھ.ش
۸ ذُی الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د کانګو تبې ناروغۍ د مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه پراخ کمپاین پیل کړی، چې په ترڅ کې یې د مالدارانو، قصابانو او د ټولنې د نورو وګړو ترمنځ سلګونه تبلیغاتي او معلوماتي پاڼې وېشل شوې دي.
د یاد ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو د ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د کانګو تبې ناروغۍ د خطرونو، د لېږد لارو، د مخنیوي او کنټرول طریقو، روغتیايي سپارښتنو او حفظ الصحې اړوند عملي او نظري معلومات له خلکو سره شریک کړل.
د چارواکو په وینا، د لوی اختر په ورځو کې د څارویو د پېر، پلور او حلالولو د زیاتوالي له امله د کانګو تبې د خپرېدو خطر هم لوړېږي، نو ځکه د عامه پوهاوي دا کمپاین د ناروغۍ د مخنیوي لپاره خورا مهم بلل کېږي.
په همدې لړ کې مالدارانو او قصابانو ته سپارښتنه شوې چې د څارویو د ساتنې، انتقال او حلالولو پر مهال روغتیايي اصول په جدي ډول مراعت کړي، له محافظتي وسایلو لکه دستکشو او ماسکونو څخه استفاده وکړي او د کنو (چیچړو) د له منځه وړلو لپاره وقایوي تدابیر عملي کړي.
د بادغیس د کرنې ریاست همدارنګه له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د کانګو تبې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه حفظ الصحې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د مشکوکو ناروغیو د نښو په صورت کې ژر تر ژره اړوندو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې کانګو تبه یوه ساري او خطرناکه ناروغي ده، چې ډېری وخت د کنو له لارې او یا هم د اخته څارویو د وینې او غوښې سره د مستقیم تماس له امله انسانانو ته انتقالېږي، چې د عامه پوهاوي پروګرامونه یې د مخنیوي لپاره مهم رول لري.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS