غزني کې د کانګو تبې د مخنیوي په‌پار د درمل شیندنې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

mail-admin
Sun, May 24 2026 11:38 AM
غزني کې د کانګو تبې د مخنیوي په‌پار د درمل شیندنې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

۳ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت له‎‌خوا، د کانګو وینه بهوونکې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د درمل شیندنې او د څارویو د خارجي پرازیتونو د له منځه وړلو پراخ کمپاین پیل شوی، چې دا مهال په مؤثره توګه روان دی.
دغه کمپاین د وټرنر ډاکټرانو په همکارۍ پلي کېږي، چې موخه یې د زونوز یا د انسان او حیوان ترمنځ د انتقالېدونکو ناروغیو د خپرېدو مخنیوی، د څارویو د روغتیا ساتنه او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو کمول دي. د یاد کمپاین په ترڅ کې به زرګونه څاروې او غوجلې دواپاشي شي. 
د مسؤلینو په وینا، د لوی اختر تر رارسېدو پورې به د څارویو د پلور نخاسونه او اړوند سیمې په دوامداره ډول د موظفو ټیمونو له لوري دواپاشي کېږي او ترڅنګ به مالدارانو ته د کانګو وینه بهوونکې ناروغۍ د مخنیوي، نښو نښانو او وقایوي تدابیرو په اړه عامه پوهاوی هم ورکول کېږي.
همدارنګه د مالدارۍ خدماتو او د څارويو د روغتیا آمریت مسؤلین وخت په وخت د یاد کمپاین له بهیر څخه نظارت ترسره کوي او مالدارانو ته د کمپاین د موخو، تطبیقي میکانېزم او د تطبیق د ساحو په اړه لازم معلومات وړاندې کوي.
کانګو تبه یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده، چې د کنو له لارې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالېږي او د انسانانو لپاره جدي روغتیايي ګواښ بلل کېږي. روغتیايي او مالدارۍ مسؤلین ټینګار کوي، چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې وختي وقایه، دوامداره درمل شیندنه او عامه پوهاوی د بشري روغتیا او مالدارۍ سکتور د خوندیتوب لپاره ځانګړی اهمیت لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS