د خوست سپېرې ولسوالی کې لسګونو بزګرانو ته د لوبیا تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
Sat, May 23 2026 2:04 PM
د خوست سپېرې ولسوالی کې لسګونو بزګرانو ته د لوبیا تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیم نظارت لاندې او د «اوآرډي» مؤسسې په همکارۍ، د سپېرې ولسوالی په درېیو کلیو؛ تني‌خېل، قلعه او خیان کې ۵۵ تنه مستحق بزګران انتخاب او ورسره لازمې کرنیزې مرستې ترسره شوې.
د یاد پروګرام په ترڅ کې هر بزګر ته ۱۵ کیلوګرامه د لوبیا اصلاح شوی تخم، ۱۵ کیلوګرامه توره سره او ۱۵ کیلوګرامه سپینه سره ووېشل شوه، څو بزګران وکولای شي خپلې کرنیزې چارې په معیاري ډول پر مخ یوسي او د خپلو حاصلاتو کچه لوړه کړي.
همدارنګه، د «اوآرډي» مؤسسې مسؤلینو د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د مسؤلینو په حضور کې بزګرانو ته د لوبیا د کرکېلې، مناسبې پالنې، د ناروغیو مخنیوي او د غوره حاصلاتو ترلاسه کولو په اړه تخنیکي لارښوونې او عامه پوهاوی وړاندې کړ.
د مسؤلینو په وینا، د دغه پروګرام اساسي موخه د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د هغوی د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا ده، څو بزګران وکولای شي د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ننګونو پر وړاندې ښه مقاومت ولري او په سیمه کې د کرنې سکتور لا پراخ او پیاوړی شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه د کورنیو او نړۍوالو همکارو مؤسسو په همغږۍ بېلابېل کرنیز پروګرامونه پلي کوي. دغه پروګرامونه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو دوېش او دغه راز تخنیکي روزنیزو پروګرامونو وړاندې کولو له لارې بزګرانو سره مرسته کوي، څو د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ستونزو پر وړاندې د هغوی مقاومت لوړ شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS