د غزني ولی‌محمد شهید ولسوالی کې پر لسګونو مستحقو کورنیو  د شېدو وزې ووېشل شوې

mail-admin
Sat, May 23 2026 8:51 AM
د غزني ولی‌محمد شهید ولسوالی کې پر لسګونو مستحقو کورنیو  د شېدو وزې ووېشل شوې

۲ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني يولایت د ولی‌محمد شهید ولسوالی د کرنې عمومي مدیریت او د مالدارۍ د ترویج مدیریت په همغږۍ او نظارت، د اړیکو دفتر مؤسسې په همکارۍ د قمبر ابریزې سیمې ۵۵ تنو مستحقو کسانو ته د شدو وزې ووېشل شوې.
د یادو وزو د وېش وړاندې، د ولسوالی د کرنې عمومي مدیریت او د مالدارۍ مدیریت مسؤلینو له لوري د څارویو فزیکي ارزونه او تخنیکي چک ترسره شو، چې په پایله کې شاوخوا ۲۶ رأس زړې او غیرمعیاري وزې مستردې او پر ځای یې د معیار مطابق څاروي د مستحقو کسانو لپاره چمتو کړل شول، څو د پروګرام موثریت او د ګټه‌اخیستونکو رضایت تضمین شي.
همدارنګه، د یادو مرستو له وېش سره هم‌مهاله د کرنې عمومي مدیریت او مالدارۍ مدیریت متخصصینو مستحقو کسانو ته د څارویو د ساتنې، مناسبې روزنې، د ناروغیو د مخنیوي، تغذیې او حفظ‌الصحې اړوند عامه پوهاوی او تخنیکي سپارښتنې وړاندې کړې.
بل‌خوا، د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، ګډونوالو ته د کانګو ناروغۍ د مخنیوي، د حیواناتو د ذبحې پر مهال د احتیاطي تدابیرو، شخصي حفظ‌الصحې او ځان‌ساتنې په تړاو هم عامه پوهاوی ورکړل شو، څو د دغې ناروغۍ د خپرېدو خطر راکم او د خلکو روغتیا خوندي پاتې شي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ د پیاوړتیا، د کلیوالو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او د حیواني محصولاتو د زیاتوالي په موخه په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې د مالدارۍ اړوند مرستندویه پروګرامونه پلي کوي، څو د بزګرانو او مالدارانو عاید لوړ او د هغوی د ژوند اقتصادي وضعیت ښه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS