لغمان کې مالدارانو ته د څارویو د خوراکي برابرولو په موخه د علفي تخم او د ځمکې هوارولو وسایلو مرسته وشوه

mail-admin
Thu, May 21 2026 12:50 PM
لغمان کې مالدارانو ته د څارویو د خوراکي برابرولو په موخه د علفي تخم او د ځمکې هوارولو وسایلو مرسته وشوه

۳۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په همکارۍ، د لغمان ولایت د الینګار او قرغیو ولسوالیو ۲۶ اړمنو مالدارانو ته د څارویو د خوراکي برابرولو په موخه د باجرې تخم او د ځمکې هوارولو وسایلو د مرستې وېش ترسره شو.
یاده مرسته د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن، د هالینډ کمیټې ولایتي مسؤل هدایت الله حبیب کوټوال، د کرنې ریاست تخنیکي سلاکار سردار زیار، د مالدارۍ آمر معصوم خان او د قرغیو او الینګار ولسوالیو د وترنر ډاکټرانو په حضور کې پر مستحقینو ووېشل شوه.
د لغمان د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن وویل: «دا مرسته چې د لغمان د الینګار او قرغیو ولسوالیو ۲۶ کورنیو ته ځانګړې شوې ده، په کې هرې کورنۍ ته ۷ کیلوګرامه د باجرې تخم، ۱۴ کیلوګرامه سپینه سره، ۷ کیلوګرامه توره سره او د ځمکې هوارولو لپاره یو عدد بیلچه، یو عدد کلنګه او یو عدد کشه ورکړل شول.»
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروګرام موخه د اړمنو مالدارانو ملاتړ او د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا ده. هغه د یادې مؤسسې له همکاریو او مرستو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دا ډول مرستې دوام ومومي او لا پراخې شي.
د لغمان د کرنې رییس له مستحقینو وغوښتل، چې ورکړل شوي توکي په سمه توګه وکاروي او ټینګار یې وکړ چې د یادو مرستو څخه به وروسته هم څارنه ترسره کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS