ترکمنستان هېواد ته د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر 

mail-admin
Thu, May 21 2026 10:45 AM
سفر وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به کشور ترکمنستان

۳۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د یوه لوړپوړي پلاوي په ترکیب چې پکې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي اسحق صاحب‌زاده، د برېښنا شرکت لوی رییس ملا عبدالحق همکار او د اړوندو ادارو یو شمېر مسؤلین شامل دي، ترکمنستان هېواد ته سفر وکړ.
د اسلامي امارت پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې لومړی د هرات ولایت ته ولاړ او وروسته له هغه ځایه د ترکمنستان د ماري ولایت ته سفر وکړ. افغان پلاوي عشق‌آباد، د ترکمنستان پلازمېنې، ته له رسېدو وروسته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف، د کانونو وزیر، د کرنې وزیر، د ترکمن‌ګاز شرکت مسؤلینو او د هغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې د ټاپي پروژې د تطبیق څرنګوالي، په افغانستان کې د دغې پروژې پر مسیر د ځمکو د استملاک، د صادراتي ګازو د بیې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
ورپسې د دواړو هېوادونو د تخنیکي مسؤلینو په حضور کې تخنیکي غونډه ترسره شوه، چې پکې د ټاپي پروژې پر مسیر د هغو ځمکو د بیې په اړه، چې د اجارې په ډول استملاک کېږي، او همداراز د ګازو د ابتدایي بیې په تړاو لومړنۍ هوکړې وشوې.
همداراز د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د قزاقستان او ترکمنستان پر پوله د ترکمن‌باشي بندر ته سفر وکړ او د ترکمن‌ګاز د تولیدي شرکت څخه یې لیدنه وکړه. د یاد شرکت مسؤلینو د ګازو د استخراج د بهیر او د پروسس د مرحلو په اړه معلومات وړاندې کړل. پلاوي همداراز د بېړۍ له لارې د ټاپي پروژې د پایپ‌لاین د انتقال بهیر او د هغه هېواد له سمندري بندرونو څخه هم لیدنه وکړه.
د سفر په دوام کې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د ترکمنستان د اسونو د روزنې له فارم څخه هم لیدنه وکړه.
د دغه سفر په وروستۍ ورځ، د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د ترکمنستان د ماري ولایت کې د صحابه کرامو له دوو زیارتونو څخه لیدنه وکړه او وروسته بېرته افغانستان ته راستون شول.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS