هلمند کې د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه ځانګړې راډیویي خپرونه پیل شوه

mail-admin
Tue, May 19 2026 4:01 PM
هلمند کې د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه ځانګړې راډیویي خپرونه پیل شوه

۲۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته د پر وخت رسېدنې او مسلکي حل لارو وړاندې کولو په موخه، له اعزاز راډیو سره په همغږۍ ځانګړې راډیویي خپرونه پیل شوه.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع وویل، چې دغه پروګرام ددې لپاره پیل شوې، ترڅو هغه بزګران او مالداران چې د اقتصادي ستونزو، لیرو واټنونو او یا هم د لاسرسي د محدودیتونو له امله نه شي کولای خپلې ستونزې په مستقیم ډول د کرنې ریاست له مسؤلینو سره شریکې کړي، دوی به وکولای شي د راډیو له لارې خپلې ستونزې او پوښتنې مطرح او شریکې کړي.
د یادې راډیو د مسؤلینو سره د شوې هوکړې له مخې به، هره دوشنبه د مازدیګر په ۴ بجو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بېلابېلو څانګو متخصصین اعزاز راډیو ته حاضرېږي، چې هلته به د بزګرانو او مالدارانو ستونزې، غوښتنې او پوښتنې اورېدل کېږي او ورته به لازمې مسلکي مشورې او عملي حل لارې وړاندې کېږي.
په ورته وخت کې د هلمند دکرنې رییس وویل، چې د دې خپرونې له لارې به بزګران او مالداران د نباتي ناروغیو، افتونو، اصلاح شوو تخمونو، اوبولګولو، بڼوالۍ، حیواني روغتیا او مالدارۍ اړوند مهمو موضوعاتو په اړه پر وخت معلومات ترلاسه کړي.
دغه راډیویي خپرونه د بزګرانو او مالدارانو او د کرنې ریاست ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د عامه پوهاوي د زیاتوالي او د کرنې او مالدارۍ سکتور د ستونزو د اغېزمن حل په موخه یو مهم ګام بلل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS