کندهار کې د نږدې ۶۰۰ کیلو پاکستاني آمو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
Tue, May 19 2026 11:07 AM
کندهار کې د نږدې ۶۰۰ کیلو پاکستاني آمو د قاچاق مخه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې اړوند د باغ‌پُل په سیمه کې د ۵۸۱ کیلو ګرامه پاکستاني آمو د قاچاق مخه ونیوله.
د مسؤلینو په وینا، په نیول شویو آمو کې ۸۳ کرېټه آم شامل وو، چې غوښتل یې د یوه ټونس ډوله موټر په وسیله د هلمند د بارمچې له لارې په پټه او غیر قانوني ډول کندهار ښار ته انتقال کړي، خو د قرنطین مسؤلینو د کشفي او تعقیبي هڅو په پایله کې د یادو آمو د قاچاق مخه ونیول شوه او ټول توکي ضبط کړل شول.
د باغ‌پُل د قرنطین مسؤلین وایي، دوی هره ورځ د قاچاقي او غیر قانوني کرنیزو محصولاتو د مخنیوي لپاره ګرځنده کمپاینونه ترسره کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې بې اسناده او قاچاقي توکي کندهار ته انتقال کړي.
مسؤلینو ټینګار وکړ چې د قاچاقي مېوو او کرنیزو توکو واردات نه یوازې د کورنیو بزګرانو اقتصاد زیانمنوي، بلکې د نباتي ناروغیو او افتونو د خپرېدو خطر هم زیاتوي، نو ځکه د قانون له مخې به د دا ډول کړنو پر وړاندې جدي اقدامات دوام ولري.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د همدې قرنطین مسؤلینو له لوري د پاکستان څخه کندهار ته د ۱۹ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو د انتقال مخه نیول شوې وه.
د هېواد د نباتي محصولاتو د خوندیتوب، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د نباتي ناروغیو د مخنیوي په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د قرنطین څانګې په بېلابېلو ولایتونو کې د قاچاقي کرنیزو توکو پر ضد جدي مبارزه روانه ساتلې ده. د یادو هڅو په دوام، په کندهار ولایت کې یو ځل بیا د پاکستان څخه د قاچاقي مېوو د انتقال مخه ونیول شوه.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS