د افغانستان په زیان‌منونکو ټولنو کې د معیشت ښه‌والي او د مقاومت پیاوړتیا پروژه د درېیو نورو کلونو لپاره وغځول شوه

mail-admin
Sun, May 17 2026 4:03 PM
پروژه بهبود معیشت و تقویت تاب‌آوری در افغانستان برای سه سال دیگر تمدید شد

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغان اېډ مؤسسې مسؤلین وایي، د «افغانستان په زیان‌منونکو ټولنو کې د معیشت ښه‌والي او د مقاومت پیاوړتیا» پروژه، چې تر دې وړاندې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د یوه کال لپاره پلې شوې وه، د درېیو نورو کلونو لپاره هم وغځول شوه.
د دغې مؤسسې مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستیال مولوي صدراعظم عثماني سره په لیدنه کې وویل، چې یاده پروژه به په شپږو ولایتونو کې د خپلو پروګرامونو له پلي کېدو وروسته تر ۲۰۲۹ میلادي کال پورې دوام وکړي.
د یادې مؤسسې د چارواکو په وینا، د دغې پروژې نوې بودیجه ۲۴ میلیونه برتانوي پونډه ده، چې هر کال به یې د پروګرامونو د پلي کېدو لپاره اته میلیونه پونډه ځانګړې کېږي او لګښت یې د بریتانیا له لوري تمویلېږي.
په دې لیدنه کې مولوي صدراعظم عثماني د پروژو پر دقیق، شفاف او اغېزناک پلي کېدو ټینګار وکړ او له مؤسسو یې وغوښتل، چې د کرنې په برخه کې بنسټیز او پراختیایي پروګرامونه عملي کړي.
کرنه، اوبولګونه، مالداري او د کرنیزو محصولاتو بازارموندنه د دغې پروژې له مهمو برخو څخه دي او دا پروګرام د افغان اېډ مؤسسې له لوري د څو همکارو بنسټونو په همغږۍ پلې کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS