د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

mail-admin
Sun, May 17 2026 3:59 PM
د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

۲۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۳۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د مسؤلینو، د ننګرهار کانال امارتي شرکت رییس او یو شمېر متخصصینو په حضور کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ننګرهار وادي امارتي شرکت د مالي کال پر پلان، د ماشین‌آلاتو، تجهیزاتو او تعمیراتو پر استهلاک او همداراز د شرکت په عوایدو کې د هغې د محاسبې پر څرنګوالي بحث او هر اړخیزه ارزونه وشوه. دغه راز د شرکت عمومي وضعیت هم و ارزول شو.
مسؤلینو ټینګار وکړ، چې د ننګرهار وادي امارتي شرکت د هېواد په ختیځ کې له مهمو تولیدي او کرنیزو شرکتونو څخه شمېرل کېږي او د افغانستان د اقتصاد ودې او کرنیز پرمختګ کې مهم او ارزښتناک رول لري.
یاد شرکت په ۱۳۳۸ هجري لمریز کال کې د ننګرهار په ولایت کې د کرنیزو پروژو د پلي کولو په موخه جوړ شوی او دا مهال د زیتونو، مالټو او خرماوو د بڼونو د احیا او پراختیا په برخه کې فعالیت کوي.


جلسه هیئت مدیره شرکت امارتی وادی ننگرهار برگزار شد
۲۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه هیئت مدیره شرکت امارتی وادی ننگرهار به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان وزارت‌های مالیه، صنعت و تجارت، رئیس شرکت امارتی کانال ننگرهار و شماری از متخصصان برگزار شد.
در این نشست، روی پلان سال مالی شرکت امارتی وادی ننگرهار، استهلاک ماشین‌آلات، تجهیزات، تعمیرات و چگونگی محاسبه آن در عواید شرکت بحث و بررسی صورت گرفت. همچنان وضعیت عمومی این شرکت نیز مورد ارزیابی قرار گرفت.
مسئولان تأکید کردند که شرکت امارتی وادی ننگرهار به عنوان یکی از شرکت‌های مهم تولیدی و زراعتی در شرق کشور، نقش ارزنده‌ای در رشد اقتصاد و توسعه زراعتی افغانستان دارد.
این شرکت در سال ۱۳۳۸ هجری شمسی به هدف تطبیق پروژه‌های زراعتی در ولایت ننگرهار ایجاد شده و در بخش احیا و توسعه باغ‌های زیتون، مالته و خرما فعالیت می‌کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS