د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې په اوومه عمومي غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

user-admin
Sat, May 16 2026 5:12 PM
اشتراک معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در هفتمین مجمع عمومی سازمان اسلامی مصونیت غذایی

 

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان په استازیتوب د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې د اوومې عمومي غونډې د لوړپوړو چارواکو په دوه ورځنۍ ناسته کې  په انلاین بڼه، ګډون وکړ.
دغه غونډه د قزاقستان د آستانه ښار په کوربه‌توب د اسلامي همکاریو ادارې د غړو هېوادونو د استازو، اړوندو ادارو او نړۍوالو سازمانونو په حضور کې جوړه شوې وه. په دې ناسته کې قزاقستان د «همکارۍ او نوښت له لارې د خوړو خوندیتوب» تر شعار لاندې د اوومې عمومي غونډې مشري له قطر هېواد څخه ترلاسه کړه.
د غونډې په جریان کې د ادارې مالي او ستراتیژیک موضوعات وڅېړل شول او د راتلونکو کلونو مالي راپورونه، تفتیش او بودیجه تائید شوه. همدارنګه د دوامدارې کرنې، بشري مرستو او د غړو هېوادونو د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.
مولوي صدراعظم عثماني د خپلې وینا پر مهال وویل، افغانستان د یوه کرنیز هېواد په توګه د اقلیمي بدلونونو، وچکالۍ، اقتصادي محدودیتونو او د خوراکي توکو د کمښت له ستونزو اغېزمن شوی دی.
نوموړي د اسلامي هېوادونو ترمنځ د پانګونې، د کرنې او مالدارۍ پراختیا، د اوبو مدیریت، د نباتي او حیواني افتونو او ناروغیو کنټرول، د بازارموندنې پیاوړتیا او د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په برخو کې د همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال همدارنګه د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې تر چتر لاندې په هرات، لوګر، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د افغانستان د خوړو خوندیتوب پروګرام د پلي کېدو هرکلی وکړ او د هېواد نورو سیمو ته یې د دغه پروګرام د پراختیا غوښتنه وکړه. 
هغه په پای کې د لوږې، بېوزلۍ او د خوراکي توکو د کمښت پر وړاندې د مبارزې لپاره د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS