د کرنې وزارت د بودجې او پراختیايي پروژو د ارزونې غونډه ترسره شوه

mail-admin
Wed, May 13 2026 3:24 PM
د کرنې وزارت د بودجې او پراختیايي پروژو د ارزونې غونډه ترسره شوه

۲۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، او د دغه وزارت د سکتوري او خدماتي رییسانو په حضور کې د بودجې د ارزونې او د پراختیايي او عادي پروژو د تطبیق څرنګوالي په اړه غونډه د مالي او اداري معینیت په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې مولوي نورالدین عمیر د پراختیايي پروژو پرخپل وخت تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل، هغه ریاستونه چې پراختیايي بودجه لري، باید خپلې پروژې په شفاف، اغېزمن او ټاکلي وخت کې عملي کړي.
همداراز، د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف د مالي کال د بودجې اجرایي اصول تشریح کړل او ویې ویل، مالي کال د کب له میاشتې پیلېږي او د مرغومې میاشتې په اخیر کې پای ته رسېږي. نوموړي له ټولو بودجوی ریاستونو وغوښتل، چې خپل پلانونه د مالي ریاست ته وسپاري، څو پروژې په ټاکلي وخت تطبیق شي.
د غونډې پر مهال د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د کرنې وزارت په روان کال کې له خپلې پراختیايي بودجې څخه ۲۵ پراختیايي پروژې پلي کوي.
په دغو پروژو کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا ملي پروګرام، د بڼوالۍ ملي پروګرام، د کرنیزو محصولاتو د پانګونې او بازارموندنې پراختیا، د چرګانو صنعت، کبانو او اقتصادي حشراتو پراختیا، د اوبو لګولو ودانیو جوړول او بیارغونه، او د کرنیزو ماشین‌آلاتو ترمیم او پېرود شامل دي.
همداراز، د ځنګلونو بیا رغونه او ساتنه، د څړځایونو تنظیم، د خاورې د معلوماتي سیستم مطالعه، د زهکشۍ شبکو جوړول، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو برابرول، د کوکنارو د کښت بدیل بستې، د شېدو ورکوونکو غواوو معیاري فارمونه جوړول، د حیواني کلینیکونو فعالول، د څاڅکي اوبو لګولو معرفي کول، د وټرنري روغتیا د تصدیق ډیجیټلي سیستم رامنځته کول، د اصلاح شویو تخمونو د تصدیق لابراټوارونو تجهیز، او د کرنې راډیو جوړول د دغه وزارت له نورو پراختیايي پروګرامونو څخه یاد شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS