د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د رهبرۍ شورا څوارلسمه غونډه ترسره شوه

mail-admin
Wed, May 13 2026 8:19 AM
چهاردهمین جلسه شورای رهبری صندوق وجهی انکشاف زراعتی برگزار شد

د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د رهبرۍ شورا څوارلسمه غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د کرنې وزارت کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د مالیې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالقدیر احمد، د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي شیرمحمد حاتمي، د دفتر رییس مولوي محمد حسین  خورشید احمد، د کرنیزې او مالدارۍ پرمختیا وجهي صندوق رییس انجنیر عبدالغفور غفاري، د افغانستان د صنعت او پانګونې خونې استازي او یو شمېر مالي او اقتصادي متخصصینو ګډون کړی و.
د کرنیزې او مالدارۍ پرمختیا وجهي صندوق مسؤلینو په دې غونډه کې د تېرو درېیو میاشتو د فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د فعالو شرکتونو لپاره د اسلامي مالي تمویلاتو د ورکړې، د فعالیتونو د پراختیا ستراتیژۍ جوړولو، ترسره شویو پرمختګونو او د صندوق د عوایدو د زیاتوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.
مولوي عطاءالله عمري د راپورونو تر اورېدو وروسته، د اسلامي تمویلاتو د بهیر پر ښه والي، له شرکتونو سره د پانګونې د مشارکتونو پر پراختیا او د دې صندوق د پانګې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او اړینې لارښوونې یې وکړې.
همدارنګه، په غونډه کې ګډونوالو مالي او اقتصادي متخصصینو او سلاکارانو د صندوق د پانګې د ساتنې او مالي ثبات د پیاوړتیا په اړه خپل نظریات شریک کړل.
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق له هغو فعالو بنسټونو څخه دی، چې د مرابحې، وکالې او مضاربت له لارې اسلامي مالي خدمات وړاندې کوي. دغه صندوق د کرنې وزارت تر رهبرۍ لاندې فعالیت کوي او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه ترسره کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS