نورستان کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو او حبوباتو ننداریزې کروندې جوړې شوې

mail-admin
Sun, May 10 2026 3:12 PM
نورستان کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو او حبوباتو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد ریاست په انګړ کې د بېلابېلو سبو او حبوباتو ننداریزې کروندې کرل شوې.
دغه ننداریزې کروندې د نورستان د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن په لارښوونه جوړې شوې، چې موخه یې د کرنیزو نوښتونو عملي معرفي کول او د بزګرانو لپاره د زده کړو مناسب فرصت برابرول دي.
د مسؤلینو په وینا، په دغو کرل شویو ننداریزو قطعو کې سایبین، لوبیا، بادرنګ، کچالو، مټر، فاصله، سرې مولۍ، پودینه او جوار شامل دي، چې د سیمې له اقلیم او کرنیزو شرایطو سره سم انتخاب شوي دي.
چارواکي زیاتوي، یادې کروندې به د بزګرانو، زده کوونکو او د کرنې برخې مینه‌والو لپاره د عملي او مسلکي زده کړو د مرکز په توګه وکارول شي، څو وخت پر وخت ترې لیدنه وکړي، نوې تجربې ترلاسه کړي او له عصري کرنیزو میتودونو سره عملي بلدتیا ومومي.
د نورستان د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د دغو فعالیتونو اساسي موخه د بزګرانو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د نويو کرنیزو طریقو دودول او د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی دی، څو د ولایت کرنیز سکتور لا پیاوړی شي.
د یادونې وړ ده، چې ننداریزې کرنیزې کروندې د بزګرانو لپاره د عملي زده کړو اغېزمنه وسیله بلل کېږي، چې له لارې یې کروندګر کولای شي نوې تخنیکونه په مستقیم ډول مشاهده او په خپلو ځمکو کې یې پلي کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS