د میدان وردګو دکرنې رییس؛ د ایمیرداد کې د کرنیزو پروژو چارې په چټکۍ روانې دي

mail-admin
Sun, May 10 2026 3:09 PM
د میدان وردګو دکرنې رییس؛ د ایمیرداد کې د کرنیزو پروژو چارې په چټکۍ روانې دي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
 دمیدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالی په کچه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د«کلیوالي ودې او پراختیا پروګرام» تر عنوان لاندې د ډاکار مؤسسې له لوري د کرنې او مالدارۍ په برخه کې فعالیتونه روان دي، چې اوس مهال یې پنځه ودانیزې پروژې تر کار لاندې دي.
د چاراکو په خبره د دایمیردادولسوالی دکرنیزو چارو مدیریت له لوري د پنځو کلیو «احمدخېل، عادل‌بېک، للندر، پیره او قول‌زنګي» د کرنیزو پروژو له فزیکي چارو څخه نظارت ترسره شو.
په یادو پروژو کې د سربسته کانالونو جوړول، د ورخونو جوړول او د لښتیو رغول شامل دي، چې چارې یې دنقشې مطابق په چټکۍ او ښه کیفیت سره روانې وې دمسؤلینو له خوا دسیمو کار کونکو ته په سیمه کې لازمې لارښونې اوسپارښتنې ترسره شوې، چې لامو په کارونو کې ښه والی اوچټکتیا غواړو ترڅو دبزګرانو کښت دکوم ډول خنډ اوځنډ سره مخ نشي.
همدارنګه د یادو کلیو متدینو اوسېدونکو د دغو پروژو له عملي کېدو څخه خوښي څرګنده وله دیادې ولسوالی متدینو دکرنې ریاست او ډاکار مؤسسې له کارکونکو څخه مننه وکړه، چې دیادو پروژو تکمیل کېدل به داوبو په زیاتوالي کې مثبت تغیر رامنځته کړي او کرنه به مولا ورسره پیاوړی شي او په راتلونکي کې یې د ورته نورو پراختیایي پروژو غوښتنه هم وکړه.
د دایمیرداد ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت د ولسوالی له مقام څخه هم د همکارۍ له امله مننه څرګندوي، او د کرنیزو چارو مدیریت کارکوونکو ته یې د یادو پروژو د نظارت په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ قدرداني کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS