دهلمند موسا کلا کې د عشر راټولولو عامیلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
Thu, May 07 2026 11:04 AM
دهلمند موسا کلا کې د عشر راټولولو عامیلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د موسا کلا ولسوالی د کرنیزو چارو  مدیریت له خوا د عشر راټولولو د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمن تطبیق په موخه د ۴۲ تنو عامیلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ولسوالی مرستیال حاجي قریشي، د عشر مدیر،  د کرنې مسؤل مولوی حنفي، د قومندانۍ استازي او د استخباراتو استازي ګډون درلود.
غونډه کې د عشر د راټولولو بهیر د شفافیت، حساب ورکونې، د نافذه طرزالعملونو د دقیق تطبیق، له ولسونو سره د نیک چلند او د عامیلینو ترمنځ د لا پیاوړې همغږۍ پر مهمو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
ګډونوالو ته ټینګار وشو چې د عشر راټولولو او تنظیم په بهیر کې له بزګرانو، مالدارانو او عامو خلکو سره د اسلامي اصولو، نرمۍ او ښو اخلاقو له مخې چلند وکړي، څو د ولس او ادارې ترمنځ د باور فضا لا پیاوړې شي.
همداراز عامیلینو ته سپارښتنه وشوه، چې خپلې ټولې چارې د منظور شوو اصولو او طرزالعملونو له مخې پر مخ یوسي، د راپور ورکونې په برخه کې شفافیت او دقت ته ځانګړې پاملرنه وکړي، او د خپلو اجراآتو بشپړ راپورونه پر خپل وخت له مسؤلینو سره شریک کړي، څو د چارو د لا ښه تنظیم لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS