د کرنې وزارت او هالند کمېټې ترمنځ د مالدارۍ نوې پروژې د پلي کېدو پهپار د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

mail-admin
Tue, May 05 2026 9:02 AM
امضای تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و کمیته هالند برای اجرای پروژه جدید مالداری

۱۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست او د افغانستان لپاره د هالند کمېټې (Danish Committee for Aid to Afghan Refugees) ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک د کرنې وزارت په مقر کې لاسلیک شو.
د دغې هوکړه‌لیک له مخې، د «مالي اسانتیاوې برابرول، نوښتونو او د ناورین پر وړاندې غبرګون» تر سرلیک لاندې پروژه به د کرنې وزارت په همکارۍ د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې پلي شي.
د یادې پروژې ټولیز ارزښت درې میلیونه، ۶۴۶ زره او ۶۳۳ امریکايي ډالره دی، چې په کابل، لوګر، ننګرهار، لغمان، هرات، بغلان، پروان، پکتیکا، میدان وردګ، خوست، پکتیا، بامیان او کونړ ولایتونو کې به پلي شي.
د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور غفوري د دې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او د هغې پر شفاف او اغېزمن تطبیق یې ټینګار وکړ.
نوموړي د هالند کمېټې له مسؤولینو وغوښتل، څو د پروژو د پلي کېدو بهیر په منظم ډول او د مالدارانو د اړتیاوو مطابق پر مخ یوسي.
بلخوا، په افغانستان کې د هالند کمېټې رییس ډاکټر فریدون شیرالله وویل، دغه پروژه به د دوو کلونو په موده کې پلي شي او اصلي تمرکز به یې د مالدارانو پر ملاتړ وي.
د چارواکو په وینا، د دې پروژې په چوکاټ کې به د څارویو وېش، د حیواني کلینیکونو جوړول، د واکسین پلي کول، د وټرنرانو روزنه، د حیواني خوراکي توکو زېرمو جوړول، دشېدو راټولولو مرکزونو رامنځته کول او د حیواني محصولاتو د پروسس چارې په یادو ولایتونو کې ترسره شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS