د کندز ولایت د کرنې رییس د «راه نوین» دفتر له ولایتي مسؤل سره وکتل

mail-admin
Tue, May 05 2026 8:38 AM
دیدار رئیس زراعت کندز با مسئول ولایتی دفتر راه نوین

۱۵ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد، د خپل کار په دفتر کې د «راه نوین» دفتر له ولایتي مسؤل محمد منیر نیازي او د پروژې له مدیر زبیر نوري سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، ښاغلي نیازي د خپل دفتر د راتلونکو پروګرامونو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې ټاکل شوې ده د «راه نوین» پراختیایي دفتر دسبو د تولید، د لبنیاتو د پروسس او د چرګوړو د تولید په برخو کې د کندز ولایت په مرکز او د امام صاحب ولسوالی کې خپل فعالیتونه پیل کړي. نوموړي د دغو پروګرامونو موخه د کرنې سکتور پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کول او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه والی وباله.
له بلې خوا، د کندز ولایت د کرنې رییس دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد دفتر له پروګرامونو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې ریاست به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د دغو پروژو د بریالي پلي کېدو لپاره لازمې همکارۍ ترسره کړي.
همدارنګه، د دې فعالیتونو د ښه همغږۍ او اغېزمن پیل په موخه، د «راه نوین» دفتر مسؤل د کرنې له رییس او د اړوندو برخو له آمرینو سره لیدنه وکړه او د پروژو د پلي کېدو څرنګوالي، تخنیکي خدمتونو وړاندې کولو او ګډو همکاریو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.


دیدار رئیس زراعت کندز با مسئول ولایتی دفتر راه نوین
۱۵ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نیاز محمد عابد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندز در دفتر کارش با محمد منیر نیازی مسئول ولایتی دفتر راه نوین و زبیر نوری مدیر پروژه این دفتر دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار، مسئول دفتر راه نوین درباره برنامه‌ها و فعالیت‌های آینده این نهاد معلومات ارائه کرد و گفت که قرار است این دفتر در بخش‌های تولید سبزیجات، پروسس لبنیات و پرورش مرغ در مرکز ولایت کندز و ولسوالی امام‌صاحب فعالیت‌های خود را آغاز کند.
به گفته مسئولان این دفتر، هدف از تطبیق این برنامه‌ها تقویت سکتور زراعت، افزایش تولیدات داخلی، ایجاد فرصت‌های کاری و بهبود وضعیت اقتصادی دهاقین عنوان شده است.
مولوی نیاز محمد عابد ضمن استقبال از برنامه‌های دفتر راه نوین، اطمینان داد که ریاست زراعت کندز در چارچوب امکانات موجود، برای تطبیق موفقانه این پروژه‌ها همکاری لازم خواهد کرد.
همچنین دو طرف درباره چگونگی تطبیق پروژه‌ها، ارائه خدمات تخنیکی و هماهنگی‌های مشترک بحث و تبادل نظر کردند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS