د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې

user-admin
Sun, May 03 2026 5:50 PM
د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې، چې موخه یې د شفتالو د بېلابېلو ورایټیو علمي ارزونه، د غوره نوعو پېژندنه او بزګرانو ته د لوړ حاصل ورکوونکو نیالګیو معرفي کول دي.
د چارواکو په وینا، په دغه ملي کلکسیون کې لسګونه بېلابېلې ورایټۍ شاملې دي، چې د هېواد د بڼوالۍ د پرمختګ او د شفتالو د تولیداتو د معیاري کولو لپاره ارزښتناک ګام بلل کېږي.
د کوهکران فارم د مېوو څېړنې د لابراټوار مسؤل انجنیر محمود آغا وویل، چې د شفتالو د ملي کلکسیون ټولې لابراټواري ازموینې به شاوخوا درې میاشتې دوام وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې اوس مهال د هغو ۱۲ ورایټیو ازموینې پیل شوې دي، چې ژر حاصل ته رسېږي او د بازار غوښتنې ته مناسبې ګڼل کېږي.
د هغه په وینا، په دغو ازموینو کې به د شفتالو د هرې ورایټۍ رنګ، خوند، د پاڼو اندازه، د مېوې اندازه، د پی‌اېچ کچه، تیزابیت، د یوې ونې بشپړ حاصل او د پخېدو نېټه په علمي ډول وڅېړل شي.
مسؤلین وایي، د دغو څېړنو پایلې به وروسته د کرنې وزارت د څېړنو ریاست سره شریکې شي، ترڅو په ملي کچه د شفتالو د بېلابېلو ورایټیو پرتله وشي او له ارزونې وروسته مؤثرې، لوړ حاصل ورکوونکې او د اقلیم سره برابرې نوعې بزګرانو ته وروپېژندل شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار کوهکران څېړنیز فارم له پخوا راهیسې د مېوو او کرنیزو نباتاتو د اصلاح، څېړنې او پرمختیا په برخه کې مهم رول لوبوي او د هېواد د بڼوالۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره اغېزناک فعالیتونه ترسره کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS