سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

mail-admin
Sun, May 03 2026 3:40 PM
سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه زیات وي، چې دا چاره د بڼوالۍ د پراختیا او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي څرګندونه کوي.
د یاد ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې پر ۲۰۲۱.۵ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه کرل شوي، چې اټکل کېږي له دغو بڼونو څخه به ۱۱ زره او ۳۲۰ متریک ټنه حاصل ترلاسه شي.
په ورته وخت کې تېر کال پر ۱۹۹۱.۵ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه موجود وو، چې له هغو څخه ۱۱ زره او ۲۲۳.۳۴ متریک ټنه حاصل ترلاسه شوی و. د روان کال شمېرې ښيي، چې هم د کرل شوې ځمکې کچه زیاته شوې او هم د حاصلاتو اندازه لوړه شوې ده.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، د شفتالو حاصلات نه یوازې د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کوي، بلکې زرګونو هېوادوالو ته د شفتالو د راشکولو، بسته بندۍ، لېږد او بازارموندنې په برخو کې هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابروي.
همداراز د ننګرهار د شفتالو تولیدات د دې ولایت له ولسوالیو څخه نورو ولایتونو ته هم صادرېږي، چې د کورنیو بازارونو د اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ د بزګرانو عواید هم زیاتوي.
د یادونې وړ ده، چې په ننګرهار کې د شفتالو بېلابېل ډولونه کرل شوي، چې د لوړ کیفیت، ښه خوند او مناسب وخت کې د حاصل رسېدو له امله د نورو هېوادونو د شفتالو په پرتله ځانګړی شهرت لري.


پیش‌بینی بیش از ۱۱ هزار تُن حاصلات شفتالو در ننگرهار در سال جاری
۱۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ذی‌القعده ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار، پیش‌بینی می‌شود که حاصلات شفتالو در سال جاری در این ولایت به بیش از ۱۱ هزار متریک تُن برسد که نشان‌دهنده گسترش باغداری و افزایش تولیدات زراعتی است.
طبق آمار این ریاست، در سال جاری در ۲۲ ولسوالی ولایت ننگرهار، باغ‌های شفتالو در ۲۰۲۱.۵ جریب زمین احداث شده است که پیش‌بینی می‌شود از این باغ‌ها ۱۱ هزار و ۳۲۰ متریک تُن حاصل به‌دست آید.
در همین حال، سال گذشته باغ‌های شفتالو در ۱۹۹۱.۵ جریب زمین موجود بود که از آن ۱۱ هزار و ۲۲۳.۳۴ متریک تُن حاصل به‌دست آمده بود. آمار سال جاری نشان می‌دهد که هم سطح زمین‌های زیر کشت افزایش یافته و هم میزان حاصلات رشد کرده است.
مسئولان ریاست زراعت ننگرهار می‌گویند که حاصلات شفتالو نه تنها وضعیت اقتصادی باغداران را بهبود می‌بخشد، بلکه به‌گونه مستقیم و غیرمستقیم برای هزاران تن در بخش‌های جمع‌آوری، بسته‌بندی، انتقال و بازاریابی شفتالو زمینه کار فراهم می‌کند.
همچنان، تولیدات شفتالوی ننگرهار از ولسوالی‌های این ولایت به سایر ولایت‌ها نیز انتقال داده می‌شود که افزون بر تأمین نیاز بازارهای داخلی، عواید باغداران را نیز افزایش می‌دهد.
قابل یادآوری است که در ننگرهار انواع مختلف شفتالو کشت می‌شود که به دلیل کیفیت بلند، طعم خوب و رسیدن به‌موقع حاصل، در مقایسه با شفتالوهای سایر کشورها از شهرت ویژه برخوردار است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS