د کندهار نېش ولسوالی کې د تورو چکډېم د کیفیت ارزونې څارنه ترسره شوه

mail-admin
Sun, May 03 2026 2:02 PM
د کندهار نېش ولسوالی کې د تورو چکډېم د کیفیت ارزونې څارنه ترسره شوه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د نېش ولسوالی د تورو چکډېم څخه د کیفیت ارزونې او ودانیزو چارو د پرمختګ د څارنې په موخه تخنیکي لیدنه ترسره شوه.
د یاد چکډېم څارنه د انجنیر نورمحمد همکار او انجنیر محمد حامد سعادت له لوري ترسره شوې، چې موخه یې د رغنیزو چارو د کیفیت ارزونه، د کارونو نږدې څارنه او د پروژې د پرمختګ ډاډ ترلاسه کول وو. د لیدنې پر مهال مسؤلینو او قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو پروژه په لوړ معیار، ټاکلي وخت او غوره کیفیت سره بشپړه شي.
انجنیر نورمحمد همکار وویل، چې د دغې پروژې څخه وخت پر وخت جدي او دوامداره څارنه ترسره کېږي او روانې چارې په نږدې توګه ارزول کېږي. د نوموړي په وینا، دغه چکډېم د باراني اوبو د مهار، د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي او د سیمې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړېږي.
هغه زیاته کړه، د پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې بزګران او اوسېدونکي د اوبو ښه سرچینې ته لاسرسی ومومي، شاړې ځمکې به بېرته زرغونې شي او د ځمکې لاندې اوبو کچه به هم لوړه شي.
د یادونې وړ ده، چې د تورو چکډېم پروژه د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او  د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ د ۲۸۲ زره امریکایي ډالرو په ارزښت پلې کېږي، چې اوس مهال یې ودانیزې چارې په منظم ډول تر څارنې لاندې روانې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS