دهلمند په ریګستان  کې ۴۰ زره نیالګي روزل کېږي

mail-admin
Sun, May 03 2026 2:01 PM
دهلمند په ریګستان  کې ۴۰ زره نیالګي روزل کېږي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د قدرتي سرچینو امریت اړوند، ریګستان سیمه کې د ۴۰ زره نویو مقاومو نیالګیو د روزلو چارې روانې دي.
دغه چارې د کرنې ریاست مقام په لارښودنه ، د قدرتي سرچینو امر محمد حسن محتاج په همکارۍ، د څړځایونو د تنظیم مدیریت له لوري ترسره کېږي، څو په یاده سیمه کې کرل شوي نیالګي پر وخت او په سمه توګه خړوب، وساتل او پالنه یې وشي.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، هڅه کوي چې د موسم له شرایطو سره سم د نیالګیو د اوبه‌خورۍ، ساتنې او پالنې چارې پر ټاکلي وخت ترسره کړي، ترڅو یاد نیالګي ښه وده وکړي او د سیمې په زرغونتیا، د صحرا د پراختیا په مخنیوي او د قدرتي سرچینو په ساتنه کې اغېزناک رول ولوبوي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS