د کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
Sun, May 03 2026 8:44 AM
د کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو پروژې چارې پیل شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» په مالي ملاتړ او د نوروزي څېړنیز فارم د مسؤلینو تر څارنې لاندې، په یاد فارم کې د اوبو ستونزې د حل په موخه د شاوخوا اته میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې مهمې پروژې عملي چارې پیل شوې.
د نوروزي څېړنیز فارم مسؤل ملا فتح محمد فیضي وویل، چې د دغې پروژې ټول لګښت د ترکیې د ټیکا کمپنۍ له لوري ورکول کېږي، چې په ترڅ کې به یې دوه ژورې برمې وکېندل شي، د اوبو د زېرمه کولو لپاره به یوه لویه زېرمه جوړه شي، د اوبو سپما لپاره به منظم او عصري د اوبو لګولو سیستم نصب شي او همداراز به د وسایطو د ساتنې لپاره یوه ځانګړې خونه هم جوړه شي.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې اساسي موخه پر ۳۰۰ جریبه ځمکه د لمرګلي نبات کرنه، د کرنیزو تولیداتو پراختیا او د نباتي غوړیو تولید ته زمینه برابرول دي. د نوموړي په وینا، په راتلونکې کې به په همدې فارم کې د غوړیو د تولید لپاره یوه فابریکه هم جوړه شي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، د دغو زېربنایي پروژو پلي کېدل به د څېړنیزو فارمونو د ظرفیت لوړولو، د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي او د بزګرانو لپاره د نوو اقتصادي فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم په کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د لمرګلي نبات بریالۍ ازمایښتي کرنه ترسره شوې وه، چې ښې پایلې یې لرلې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS