پکتیکا کې د چرګانو فارمونو ملاتړ؛ د کلیوالو عایداتو د لوړولو لپاره مهم ګام

mail-admin
Thu, Apr 30 2026 10:44 AM
پکتیکا کې د چرګانو فارمونو ملاتړ؛ د کلیوالو عایداتو د لوړولو لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د  «اف‌جي‌اې» مؤسسې له لوري د کلیوالي معیشت د ښه والي او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د پایښت د ابادۍ ستراتیژۍ په چوکاټ کې، د خلکو د ژوند د ښه کېدو او دوامدارو عایداتي فرصتونو د رامنځته کولو په موخه عملي ګامونه اخیستل شوي دي.
د همدې پروګرام په لړ کې، د مټاخان ولسوالۍ کې د چرګانو د څلورو فارمونو لپاره، چې له وړاندې یې سروې ترسره شوې او مستحق کسان ټاکل شوي وو، د فارم جوړولو اړوند اړین وسایل پر یادو مستحقینو ووېشل شول.
یاد وسایل «اف‌جي‌اې» مؤسسې له خوا برابر شوي وو او د اړوندو مسؤلینو په حضور کې ګټه‌اخېستونکو ته وسپارل شول، څو هغوی وکولای شي د چرګانو د روزنې له لارې خپل عاید زیات او اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي.
د دې پروژې اساسي موخه د کلیوالو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کول او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د پایښت لرونکو معیشتي لارو چارو دودول دي.
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې د خلکو د هوساینې او اقتصادي ودې لپاره به دا ډول پروګرامونه په دوامداره توګه پلي کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS