د کندهار لوړ میوند ولسوالی کې ۱۳۵ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
Thu, Apr 30 2026 10:41 AM
د کندهار لوړ میوند ولسوالی کې ۱۳۵ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو مؤسسې «کې‌اراو» په تخنیکي همکارۍ او د لوړ میوند ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې ولسوالی ۱۳۵ تنه بېوزلو او اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د لوړ میوند ولسوالی مسؤلینو وویل، چې د مرستو د عادلانه وېش لپاره لومړی د مستحقو بزګرانو د نوم‌لیکنې بهیر ترسره شو او وروسته هر بزګر ته ۱۲ کیلوګرامه د جوارو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او یوه د هارمینګ کڅوړه ورکړل شوه.
د دغو مرستو اساسي موخه د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، له کمو ځمکو څخه د زیاتو حاصلاتو ترلاسه کول، د جوارو کرکېلې پراخول او د اصلاح شويو تخمونو دودول بلل شوي دي، څو بزګران وکولای شي خپل تولیدات زیات او اقتصادي وضعیت ښه کړي.
د کندهارد کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د لوړ میوند ولسوالی ترڅنګ د کندهار په دامان، ډنډ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د ورته مرستو د وېش لپاره د نوم‌لیکنې لړۍ بشپړه شوې ده او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې هلته هم د جوارو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
تمه ده، چې د دغو مرستو په پلي کېدو سره به په کندهار ولایت کې د جوارو تولید زیات، د بزګرانو عواید لوړ او د کرنې سکټور د لا پیاوړتیا زمینه برابره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS