دهلمند ولایت د عشر چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
Wed, Apr 29 2026 3:44 PM
دهلمند ولایت د عشر چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مقام په لارښوونه، د مرکز لښکرګاه او د ولایت د ۱۸ ولسوالیو د عشر چارواکو سره د همغږۍ، انسجام او د چارو د لا ښه تنظیم په موخه مهمه ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د عشر د تنظیم آمر مولوي محمد عمر، د عشر او زکات د محاسبې آمر قاري مولوي نورمحمد محمدي، اړوند مسؤلینو او د بېلابېلو ولسوالیو د عشر مسؤلینو ګډون کړی و.
غونډه د عشر د چارو د لا ښه تنظیم، د طرزالعملونو د دقیق تطبیق، له ولسونو سره د نیک چلند، د راټولولو د بهیر د شفافیت، حساب ورکونې، او د مسؤلینو ترمنځ د لا پیاوړې همغږۍ پر موضوعاتو راڅرخېده.
د ناستې ګډونوالو ته ټینګار وشو چې د عشر د راټولولو او تنظیم په برخه کې دې له بزګرانو، مالدارانو او عامو خلکو سره له نرمۍ، حُسن اخلاقو او اسلامي اصولو سره سم چلند وشي، څو ولسونه له ادارې سره د باور او همکارۍ فضا نوره هم پیاوړې کړي.
همداراز مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، چې د عشر اړوند ټولې چارې دې د نافذه اصولو او منظور شوي طرزالعمل له مخې پر مخ یوسي، په راپور ورکونه کې دې روڼتیا او دقت ته ځانګړې پاملرنه وکړي، او د هرې ولسوالۍ مسؤلین دې په خپل وخت د خپلو اجراآتو بشپړ راپورونه له ریاست مقام سره شریک کړي.
د غونډې په پای کې مسؤلینو د عشر د چارو د لا ښه سمون، منظم تطبیق او له ولسونو سره د لا نږدې همکارۍ ډاډ څرګند کړ، او ژمنه یې وکړه، چې خپلې سپارل شوې دندې به په پوره امانتدارۍ، اخلاص او مسؤلیت سره ترسره کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS