د کرنې وزارت مشرتابه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې سره د باکیفیته کرنیزو تخمونو د تولید په اړه ناسته وکړه

mail-admin
Wed, Apr 29 2026 3:41 PM
نشست رهبری وزارت زراعت با سازمان خوراک و زراعت ملل متحد پیرامون تولید تخم باکیفیت زراعتی

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» رییس ریچارډ ترینچارډ په ګډون غونډه جوړه شوه، چې پکې دسبو، غله‌جاتو او حبوباتو د باکیفیته تخمونو د تولید په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د غونډې په پیل کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کرنیزو تولیداتو د لوړتیا او ټولنې ته د سالمو خوړو د برابرولو په برخه کې د باکیفیته تخمونو پر اهمیت ټینګار وکړ او د معیاري تخمونو تولید یې د کرنې سکټور له اساسي اړتیاوو څخه وباله. نوموړي زیاته کړه، اصلاح شویو تخمونو ته د بزګرانو لاسرسی کولی شي د حاصلاتو په زیاتوالي او د هغوی د معیشت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.
ورپسې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» رییس ریچارډ ترینچارد هم وینا وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان د بزګرانو لپاره د باکیفیته تخمونو د تولید په برخه کې د دواړو لورو ګډه او همغږې همکاري د دې ادارې له لومړیتوبونو څخه ده. هغه په دې برخه کې د تخنیکي ملاتړونو او ګډو پروګرامونو پر دوام هم ټینګار وکړ.
همداراز د غونډې پر مهال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» تخنیکي سلاکار استاد محبوب‌الله ننګ، د دې ادارې له لوري چمتو شوی پرېزنټېشن وړاندې کړ او د راټولو شویو معلوماتو او د تخمونو د تولید د وضعیت یوه بېلګه یې تشریح کړه.
د غونډې په پای کې د دواړو ادارو ګډونوالو د غله‌جاتو، سبو او ارزښت لرونکو نباتاتو د تخمونو د برابرولو په برخه کې د ګډو فعالیتونو د پراختیا په اړه خپل نظرونه شریک کړل، چې په پایله کې د بزګرانو او ټولنې د اړتیاوو سره سم د یوه مشخص او منظم چوکاټ پر جوړولو هوکړه وشوه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS