هلمند کې یوشمېر بڼوالو ته د انارو مچ د مخنیوي په اړه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
Wed, Apr 29 2026 9:30 AM
هلمند کې یوشمېر بڼوالو ته د انارو مچ د مخنیوي په اړه روزنه ورکړل شوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند، د بوټو ژغورنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د چانجیر په سیمه کې یو شمېر بڼوالو ته د انار مچ د مخنیوي په اړه  عملي او نظري روزنه ورکړه.
په دې روزنه کې بڼوالو ته د انار مچ د زیانونو، د خپرېدو لارو او د مخنیوي میخانیکي او کیمیاوي لارو چارو په اړه بشپړ معلومات وړاندې شول.
مسؤلینو څرګنده کړه، چې د انار مچ د نړۍ له خورا زیان رسوونکو افتونو څخه شمېرل کېږي، چې د انارو د ګل او مېوې د له منځه تلو، د حاصل د کمښت او د کیفیت د خرابېدو سبب ګرځي.
همداراز بڼوالو ته سپارښتنه وشوه، چې د منې او ژمې په موسم کې د بڼونو پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ورستې مېوې له منځه یوسي، پر وخت سره او اوبه ورکړي او د حشراتو د له منځه وړلو لپاره منظم درمل‌ پاشي ترسره کړي، ترڅو د افتونو مخنیوی وشي او ښه، باکیفیته او اقتصادي حاصل ترلاسه کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS