پکتیا کې یوشمېر بېوزلو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

mail-admin
Wed, Apr 29 2026 9:24 AM
پکتیا کې یوشمېر بېوزلو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «اکشن اېډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز، زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې یوشمېر اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ او وسپارل شول.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ مدیر عبدالبصیر کوچی وایي، له دې پروژې څخه یوه کورنۍ د مرکز په کچه، دوه کورنۍ په زرمت ولسوالۍ او یوه کورنۍ په سیدکرم ولسوالۍ کې برخمنې شوې، چې موخه یې د بېوزلو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او د عاید سرچینو رامنځته کول دي.
همدا راز ښاغلي کوچی وویل، چې هرې ګټه‌اخیستونکې کورنۍ ته ۵۰ دانې چرګان، ۲۵۰ کیلوګرامه د چرګانو خوراک، ۳ دانې آبخورې، ۳ دانې دانه‌خوري، یوه د ۱۰۰۰ لیټره اوبو ټانکي، ۶ دانې صابون، یو مایع د لاس مینځلو شامپو، یوه جوړه بوټان، یوه جوړه دستکشې، ۴ دانې لرګي، ۱۲ دانې تختې او د چرګانو د ساتنې اړوند نور ضروري توکي ورکړل شوي، چې په ټولیز ډول ۲۱ قلمه توکي جوړوي.
ښاغلي کوچی زیاته کړه، د دې مرستې اساسي موخه دا ده چې په کور دننه بېوزلو کورنیو ته د کار زمینه برابره شي، د خوړو خوندیتوب پیاوړی شي او کورنۍ پر ځان بسیا شي.


در پکتیا برای شماری از خانواده‌های بی‌بضاعت فارم‌های کوچک مرغداری ساخته شد
۹ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا در تلاش‌های خود، با حمایت مالی مؤسسه اکشن‌اید، برای شماری از خانواده‌های نیازمند در مرکز، ولسوالی زرمت و ولسوالی سیدکرم این ولایت فارم‌های کوچک مرغداری ایجاد و تسلیم داده است.
عبدالبصیر کوچی مدیر مالداری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پکتیا می‌گوید، از این پروژه یک خانواده در سطح مرکز، دو خانواده در ولسوالی زرمت و یک خانواده در ولسوالی سیدکرم مستفید شده‌اند که هدف آن تقویت اقتصادی خانواده‌های بی‌بضاعت و ایجاد منابع عایدی می‌باشد.
همچنان وی افزود، به هر خانواده مستفید ۵۰ قطعه مرغ، ۲۵۰ کیلوگرام خوراک مرغ، ۳ دانه آبخوری، ۳ دانه دانه‌خوری، یک تانک آب به ظرفیت ۱۰۰۰ لیتر، ۶ دانه صابون، یک مایع شامپوی شست‌وشوی دست، یک جوره بوت، یک جوره دستکش، ۴ دانه چوب، ۱۲ دانه تخته و سایر وسایل ضروری نگهداری مرغ توزیع شده که در مجموع ۲۱ قلم را تشکیل می‌دهد.
موصوف اضافه کرد، هدف اساسی این کمک‌ها فراهم‌سازی زمینه کار در داخل خانه برای خانواده‌های بی‌بضاعت، تقویت مصونیت غذایی و رساندن خانواده‌ها به خودکفایی می‌باشد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS