روزګان کې ۳۰۰ بزګرانو ته د لو کولو عصري ماشینونه ووېشل شول

mail-admin
Tue, Apr 28 2026 4:05 PM
روزګان کې ۳۰۰ بزګرانو ته د لو کولو عصري ماشینونه ووېشل شول

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو چارو د عصري کېدو او د غنمو د حاصلاتو د ضایعاتو د مخنیوي په موخه، په روزګان ولایت کې ۳۰۰ بزګرانو ته د لو کولو عصري ماشینونه او نور اړین وسایل ووېشل شول.
د دغو عصري وسایلو د وېش پر مهال د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عطاءالله راشد بزګرانو ته وویل، چې په یادو ماشینونو سره به ستاسو د لو کولو بهیر اسانه، چټک او اغېزمن شي او د غنمو د دانو د ضایعاتو مخه به ونیول شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې ریاست هڅه کوي څو بزګرانو ته عصري اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو د تولیداتو کچه لوړه او د کرنیزو حاصلاتو کیفیت ښه شي.
بلخوا، بزګرانو د دغو مرستو هرکلی وکړ او خوښي یې څرګنده کړه. هغوی وویل، چې پخوا به د غنمو لو کول څو ورځې وخت نیوه، خو اوس به د دغو عصري ماشینونو په مرسته دا بهیر په څو ساعتونو کې بشپړ شي. بزګرانو همداراز د غنمو د ضایعاتو د کمېدو په برخه کې د یادو وسایلو اغېز مهم وباله.
د معلوماتو له مخې، دغه وسایل د یوې نړۍوالې خیریه مؤسسې له لوري ۳۰۰ بزګرانو ته ورکړل شول، چې هر بزګر ته دوه سیلوګانې (کندوان) د غنمو د ساتنې لپاره، یو د لو کولو ماشین او یو ترپال ووېشل شو.
تمه ده، چې د دغو مرستو په عملي کېدو سره به په روزګان ولایت کې د غنمو د حاصلاتو د ساتنې ظرفیت لوړ، د کرنیزو چارو بهیر چټک او د بزګرانو اقتصادي وضعیت لا ښه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS