توزیع تخم‌های اصلاح‌شده لوبیا و کودهای کیمیاوی برای ۶۵۰ تن از دهقانان در کندز

mail-admin
Tue, Apr 28 2026 4:07 PM
توزیع تخم‌های اصلاح‌شده لوبیا و کودهای کیمیاوی برای ۶۵۰ تن از دهقانان در کندز

۸ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور حمایت از دهقانان، افزایش حاصلات زراعتی و بهبود وضعیت اقتصادی خانواده‌های دهقانی، برنامه توزیع تخم‌های اصلاح‌شده لوبیا و کودهای کیمیاوی در مرکز و ولسوالی‌های ولایت کندز تطبیق گردید.
این برنامه با حمایت مالی سازمان خواربار و کشاورزی ملل متحد، در هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندز و با همکاری تخنیکی دفتر بازسازی دهات افغانستان عملی شده است.
در چارچوب این برنامه، برای ۶۵۰ تن از دهقانان مستحق مواد زراعتی توزیع گردید که براساس آن به هر دهقان ۱۵ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده لوبیا، ۱۵ کیلوگرام کود کیمیاوی یوریا و ۱۵ کیلوگرام کود کیمیاوی دی‌اِی‌پی داده شد.
هدف اساسی این برنامه تقویت سکتور زراعت، ترویج کشت محصولات با ارزش، افزایش تولیدات زراعتی و بهبود مصونیت غذایی عنوان شده است تا دهقانان بتوانند سطح حاصلات خود را افزایش داده و وضعیت اقتصادی‌شان را بهبود بخشند.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندز از همکاری نهادهای همکار، به‌ویژه سازمان خواربار و کشاورزی ملل متحد، قدردانی کرده و تأکید نمود که این‌گونه برنامه‌ها نقش مهمی در رشد پایدار زراعت، توانمندسازی دهقانان و تقویت اقتصاد روستایی دارد.

کندز کې پر ۶۵۰ بزګرانو د لوبیا اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د کروندګرو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د کندز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د لوبیا داصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش پروګرام عملي شو.
دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان د کلیو د بیارغونې دفتر په تخنیکي همکارۍ پلي شو.
د یاد پروګرام په ترڅ کې، ټولټال ۶۵۰ تنه مستحقو بزګرانو ته اړین کرنیز توکي ووېشل شول، چې له مخې یې هر بزګر ته ۱۵ کیلوګرامه د سره لوبیا اصلاح شوي تخم، ۱۵ کیلوګرامه یوریا کیمیاوي سره او ۱۵ کیلوګرامه «ډي‌اې‌پي» کیمیاوي سره ورکړل شول.
د دې پروګرام اساسي موخه د کرنې سکتور پیاوړتیا، د لوړ ارزښت لرونکو حاصلاتو ترویج، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د خوړو خوندیتوب ښه کول دي، څو بزګران وکولای شي د خپلو حاصلاتو کچه لوړه او اقتصادي وضعیت یې ښه شي.
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارو بنسټونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» له دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پروګرامونه د کرنې سکتور په دوامداره پرمختګ، د بزګرانو په پیاوړتیا او د کلیوالو اقتصاد په غوړېدو کې مهم رول لري.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS