د پکتیکا دکرنې رییس د اکټېډ مؤسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Tue, Apr 28 2026 4:03 PM
د پکتیکا دکرنې رییس د اکټېډ مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد ګوهر، د خپل کار په دفتر کې د«اکټېډ» مؤسسې له مسؤلینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د یادې موسسې استازو محمد عارف او حبیب الله، د خپلو تېر ترسره شویو فعالیتونو راپور له رییس سره شریک کړ او همدارنګه یې د راتلونکو پروژو او پلان شویو فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
د پکتیکا دکرنې رییس د «اکټېډ»مؤسسې له ترسره شویو هڅو څخه مننه وکړه او د راتلونکو پروژو د ښه تطبیق په موخه یې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
نوموړي ټینګار وکړ چې د پکتیکا د کرنې ریاست به د همغږۍ او لازمې اسانتیاوو برابرولو له لارې د پرمختیايي پروژو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د بزګرانو او مالدارانو ستونزې هوارې او د هغوی اقتصادي وضعیت لا پیاوړی شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS