د غزني اسفندې صنعتي پارک لپاره ۱۱۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

mail-admin
Tue, Apr 28 2026 11:49 AM
د غزني اسفندې صنعتي پارک لپاره ۱۱۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د اسفندې صنعتي پارک سیمه، چې شاوخوا (۱۱۰۰٫۳۳) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ د صنعتي پارک د جوړېدو لپاره منظور شوې وه. دغه ستره پروژه د هېواد د صنعتي ودې، د پانګونې د جلب، د کارموندنې فرصتونو د رامنځته کېدو او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په موخه ځانګړې شوې ده.
د همدې موخې لپاره، د غزني ولایت له لوري د کرنې رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب په مشرۍ یو باصلاحیته پلاوی وټاکل شو، چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون غړي هم ورسره مل وو. یاد پلاوي یاده سیمه له نږدې وڅېړله او د سیمې جغرافیایي حدود، طبیعي وضعیت او حقوقي حالت یې په دقیقه توګه وارزاوه، څو ډاډ ترلاسه شي چې نوموړې ځمکه له هر ډول دعوې، ستونزې او احتمالي غصب څخه پاکه ده.
همداراز، د پخوا چمتو شوې کروکي (نقشې) پر بنسټ د ځمکې حدود له سره وکتل شول او په سیمه کې عملي تطبیق ورکړل شو. تخنیکي ټیم د خط‌اندازۍ چارې هم ترسره کړې، چې له مخې یې د ځمکې دقیق سرحدونه په واضحه توګه تثبیت شول. دغه بهیر د بشپړ شفافیت، دقت او د اړوندو ادارو د استازو په حضور کې ترسره شو.
په پای کې، د ټولو تخنیکي او اداري مراحلو له بشپړېدو وروسته، یاده سیمه د غزني ولایتي پلاوي او د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د غړو په حضور کې په رسمي ډول د غزني د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته وسپارل شوه، تر څو د صنعتي پارک د جوړولو او اړوندو پرمختیایي پروژو عملي چارې پرې پیل شي.
تمه ده، چې د دې صنعتي پارک په جوړېدو سره به په سیمه کې اقتصادي فعالیتونه پراخ شي، د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره به مناسبه زمینه برابره شي، د ځوانانو لپاره به د کارموندنې فرصتونه زیات شي او په ټوله کې به د غزني ولایت په اقتصادي وده کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته کړي.

۱ هزار ۱۰۰ جریب زمین برای پارک صنعتی اسفنده غزنی واگذار شد
۸ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق
ساحه پارک صنعتی اسفنده در ولایت غزنی که حدود (۱۱۰۰٫۳۳) جریب زمین را در بر می‌گیرد، بر اساس حکم امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) به‌منظور ایجاد پارک صنعتی منظور گردیده است. این پروژه بزرگ به هدف رشد صنعت، جلب سرمایه‌گذاری، ایجاد فرصت‌های کاری و تقویت زیربناهای اقتصادی کشور اختصاص داده شده است.
به‌منظور تطبیق این طرح، از سوی ولایت غزنی هیأتی باصلاحیت به رهبری مولوی محمد اسماعیل شکیب رئیس زراعت تعیین گردید که اعضای کمیسیون جلوگیری از غصب زمین‌های دولتی نیز شامل آن بودند. این هیأت ساحه متذکره را از نزدیک بررسی نموده و حدود جغرافیایی، وضعیت طبیعی و حالت حقوقی آن را به‌گونه دقیق ارزیابی کردند تا اطمینان حاصل شود که زمین مورد نظر از هرگونه دعوا، مشکل و یا غصب احتمالی پاک است.
همچنان، بر اساس کروکی (نقشه) قبلاً تهیه‌شده، حدود زمین دوباره بررسی و در ساحه تطبیق گردید. تیم تخنیکی نیز امور خط‌اندازی را انجام داد که بر بنیاد آن سرحدات دقیق زمین به‌گونه واضح تثبیت شد. این روند با شفافیت کامل، دقت و در حضور نمایندگان ادارات مربوطه انجام شده است.
در پایان، پس از تکمیل تمامی مراحل تخنیکی و اداری، ساحه متذکره در حضور هیأت ولایتی غزنی و اعضای کمیسیون جلوگیری از غصب زمین‌های دولتی، به‌گونه رسمی به ریاست صنعت و تجارت غزنی تسلیم داده شد تا کارهای عملی ایجاد پارک صنعتی و پروژه‌های انکشافی مربوطه آغاز گردد.
انتظار می‌رود با ایجاد این پارک صنعتی، فعالیت‌های اقتصادی در منطقه گسترش یافته، زمینه مناسب برای سرمایه‌گذاری‌های داخلی و خارجی فراهم شود، فرصت‌های کاری برای جوانان افزایش یابد و در مجموع، تغییرات مثبت و قابل ملاحظه در رشد اقتصادی ولایت غزنی به‌وجود آید.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS