ننګرهار کې د استملاک او بیا مېشتېدنې څانګه پرانیستل شوه؛ د سرپناه ستونزو حل ته نوی ګام

mail-admin
Mon, Apr 27 2026 10:47 AM
ننګرهار کې د استملاک او بیا مېشتېدنې څانګه پرانیستل شوه؛ د سرپناه ستونزو حل ته نوی ګام

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست کې په یوې رسمي غونډه کې د استملاک او بیا مېشتېدنې اړوند نوې څانګه پرانیستل شوه. په دې غونډه کې د کرنې وزارت د استملاک او بیا مېشتېدنې رییس مولوي عبدالعلي عمري، د ننګرهار د کرنې رییسس مولوي عبدالستار محمد، د اراضۍ ریاست د استملاکي پروژو د همغږۍ رییس شاه جهان جلات، یو شمېر آمرینو او د یاد ریاست کارکوونکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې مولوي عبدالعلي عمري وویل، چې په هېواد کې د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو او ستونزو خلک له ګڼو ننګونو سره مخ کړي، چې له مهمو هغو څخه د سرپناه نشتون دی. هغه زیاته کړه، چې د استملاک او بیا مېشتېدنې نوې څانګه به په ختیځ زون کې د خلکو ستونزې د کورونو جوړولو په برخه کې حل کړي او خلکو ته به دا زمینه برابره شي، څو د اصولو له مخې ځانته مناسب سرپناه برابره کړي.
ورپسې د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د دې څانګې پرانیستل مهم ګام وباله او ډاډ یې ورکړ، چې د کرنې ریاست به په دې برخه کې هر ډول همکاري وکړي.
د غونډې په پای کې د مسؤلینو له لوري د نوې څانګې کارکوونکو ته د تصفیې، کدستر، استملاک، د ځمکو د انتقال او تبادلې په برخو کې روزنیز پروګرام هم پيل شو، ترڅو کارکوونکي وکولای شي خلکو ته معیاري او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.
د اوږدو جګړو او بې‌ثباتیو له امله په هېواد کې د سرپناه نشتون د خلکو له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې د استملاک او بیا مېشتېدنې پروګرامونو له لارې د خلکو د هستوګنې ستونزې راکمې او هغوی ته د قانوني او منظم سرپناه برابرولو زمینه مساعده کړي.


افتتاح بخش استملاک و اسکان مجدد در ننگرهار؛ گامی نو برای حل مشکل سرپناه
۷ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
در یک نشست رسمی در ریاست زراعت ولایت ننگرهار، بخش جدید مربوط به استملاک و اسکان مجدد افتتاح شد. در این نشست، مولوی عبدالعلی عمری رئیس استملاک و اسکان مجدد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت ننگرهار، شاه‌جهان جلات رئیس هماهنگی پروژه‌های استملاکی ریاست اراضی، شماری از آمرین و کارمندان این ریاست حضور داشتند.
در آغاز نشست، مولوی عبدالعلی عمری گفت که جنگ‌ها و مشکلات چهار دهه گذشته در کشور، مردم را با چالش‌های متعدد روبه‌رو ساخته که یکی از مهم‌ترین آن‌ها نبود سرپناه مناسب است. او افزود که بخش جدید استملاک و اسکان مجدد در زون شرقی می‌تواند مشکلات مردم را در بخش ساخت و تهیه مسکن حل کرده و زمینه را فراهم سازد تا شهروندان مطابق اصول، برای خود سرپناه مناسب ایجاد کنند.
پس از آن، مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت ننگرهار افتتاح این بخش را یک گام مهم خواند و اطمینان داد که ریاست زراعت در این زمینه هرگونه همکاری لازم را انجام خواهد داد.
در پایان نشست، برای کارمندان بخش جدید برنامه آموزشی نیز در زمینه‌های تصفیه، کادستر، استملاک، انتقال و تبادله زمین آغاز شد تا بتوانند خدمات معیاری و مؤثر به مردم ارائه کنند.
در نتیجه جنگ‌ها و بی‌ثباتی‌های طولانی، نبود سرپناه یکی از مشکلات جدی مردم در کشور به شمار می‌رود. وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تلاش دارد تا از طریق برنامه‌های استملاک و اسکان مجدد، مشکلات مسکن مردم را کاهش داده و زمینه دسترسی آنان به سرپناه قانونی و منظم را فراهم سازد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS