پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
Mon, Apr 27 2026 10:46 AM
پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني قاچاق مخه ونیول شوه.
د راپورونو له مخې، دوه عرادې ډاټسن موټر، چې په غیر قانوني ډول یې لرګي بار کړي وو او غوښتل یې نورو سیمو ته انتقال کړي، د اومني ولسوالی د کرنې مدیریت او د امنیې قومندانۍ د منسوبینو په ګډو عملیاتو کې ونیول شول.نیول شوې لرګي ضبط او د نورو قانوني اجراآتو په موخه اړوندو ارګانونو ته وسپارل شول.
 د یادونې وړ ده، دکرنې وزارت د هېواد د ځنګلونو د خوندیتوب په پار د ځنګلونو پرېکول او د غیر قانوني پرې شوي لرګیو پېر- پلور منع اعلان کړی په همدې موخه هغه کسان، چې په غیر قانوني ډول لرګي پرې کوي او یایې بل لور ته لېږدي دي د سرغړونکو په توګه د قانون منګلو ته سپارل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS