د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

mail-admin
Sun, Apr 26 2026 3:48 PM
د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له ولایت وروسته کندز ولایت ته سفر وکړ.                                                           دغه پلاوی د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د څېړنو مرستیال مولوي عنایت‌الله شجاع، او همداراز د اړوندو ادارو د یو شمېر مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون خپل فعالیتونه پیل کړل.                                                                                                                                             د دې سفر په ترڅ کې، پلاوي له سیمه‌ییزو چارواکو له ډلې د کندز مرستیال والي، د استخباراتو، کرنې، عدلیې، سرحدونو، حج او اوقافو او ښاروالۍ له رئیسانو سره لیدنې وکړې او د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.                                                                                                                                                      مولوي محمود مظلوم په دې ناسته کې د دې پروګرام د اهمیت په اړه د ملي سرچینو د ساتنې په برخه کې وویل، چې د څړځایونو د سروې بهیر په یو شمېر شمالي ولایتونو کې بشپړ شوی او اوس په بغلان، کندز او تخار ولایتونو کې پیلېږي. نوموړي همداراز د دې پروګرام پر دقیق تطبیق ټینګار وکړ او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د لا زیات مسؤلیت احساس سره د دې بهیر په پرمخ بېولو کې هڅه وکړي.                                                                                                          په همدې حال کې، د کندز سیمه‌ییزو چارواکو د دې پروګرام له پلي کېدو هرکلی وکړ او خپله بشپړه همکاري یې اعلان کړه. د هغوی په وینا، د دې پروګرام تطبیق به د شخصي او امارتي ځمکو په بېلتون، د سرچینو د مدیریت په ښه والي او د هېواد په پرمختګ کې مهم رول ولري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS