پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

user-admin
Sat, Apr 25 2026 7:41 AM
پکتیا کې د کرنې ریاست په همغږۍ سلګونو بزګرانو سره د اړینوتوکو مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سره صلیب موسسې له لوري د ډنډ پټان ولسوالی د مقبل حسین خېل په کلي کې د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو مهم پروګرام تطبیق شو.
د دې پروګرام په ترڅ کې ۳۰۰ تنو بزګرانو ته د غلو دانو د کښت، پالنې، حاصلاتو راټولولو او معیاري زېرمه کولو په برخو کې تخنیکي او مسلکي روزنه ورکړل شوه، څو هغوی وکولای شي خپل تولیدات په اغېزمنه او معیاري توګه مدیریت کړي.
سربېره پر دې، د بزګرانو د ملاتړ په موخه یو پایه د غنمو د رېبلو ماشین، یوه تخته ترپال او دوه دانی کندو چې د ۱۰۰۰ کیلوګرامه غنمو د زېرمه کولو ظرفیت لري، ووېشل شول. همدارنګه هر بزګر ته ۲۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته هم ورکړل شوه، څو د هغوی د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لړۍ لا نوره چټکه شي.
دغه پروسه د ډنډ پټان ولسوالی د مسؤلینو، د یادې ولسوالی د بوټوساتنې مدیر لعل مرجان او د کرنې ریاست د کرنیزو چارو لوی مدیر عزیزالله کریمي په حضور کې ترسره شوه. په همدې مهال ښاغلي کریمي بزګرانو ته د وېشل شویو وسایلو د اغېزمنې کارونې په اړه اړینې تخنیکي لارښوونې وړاندې کړې او د معیاري کرنې پر ارزښت یې ټینګار وکړ.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، دا ډول پروګرامونه د بزګرانو د ظرفیت لوړولو، د غلو دانو د تولید د کیفیت ښه‌والي او د کرنیزو محصولاتو د خوندي ساتنې لپاره مهم رول لري او په راتلونکي کې به هم ورته هڅې دوام ومومي.
پکتیا ولایت چې د افغانستان له مهمو کرنیزو سیمو څخه شمېرل کېږي، ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي. د اقلیم بدلون، محدودې تخنیکي اسانتیاوې او د معیاري روزنې نشتوالی د دې لامل شوی، چې د غلو دانو تولید او ساتنه له ننګونو سره مخ وي. له همدې امله د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او د کرنیزو تولیداتو د ښه‌والي لپاره ورته پروګرامونه پلي کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS