لښکرګاه بولان سیمه کې کروندګرو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

mail-admin
Mon, Apr 20 2026 11:01 AM
لښکرګاه بولان سیمه کې کروندګرو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي په اړه روزنیز پروګرام ترسره شو

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارمندانو د لښکرګاه بولان سیمه کې یو شمېر کروندګرو او بڼوالو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي په اړه روزنه ورکړه.
په دې روزنیز پروګرام کې بزګرانو ته د غنمو د سرخي ناروغۍ، د کفشک حشرې، نباتي کنو، نباتي شپږیو، د ریښه خوړونکي چینجي، د میوې مچ او نورو زیانمنو افتونو د پېژندنې او مخنیوي په اړه معلومات وړاندې شول. همداراز د افتونو پر وړاندې د میخانیکي او کیمیاوي لارو چارو عملي او نظري زده کړې هم ور کړل شوې.
دکرنې ریاست کارمندانو پر بزګرانو ټینګار وکړ چې د افتونو د مخنیوي لپاره تر ډېره بریده له میخانیکي لارو چارو څخه کار واخلي او د کیمیاوي درملو له بې‌ځایه او زیات استعمال څخه ډډه وکړي، ځکه دا کار د چاپېریال د ککړتیا لامل ګرځي او په سبو او مېوو کې د جذب له لارې د انسانانو او حیواناتو روغتیا ته زیان رسوي.
همدارنګه بزګرانو ته سپارښتنه وشوه، چې د اړتیا په وخت کې دې له انتخابي او کم‌ضرره درملو څخه کار واخلي، وقایوي تدابیر دې تر درملنې مخکې عملي کړي، هرزه واښه دې له منځه یوسي، مقاوم تخمونه دې وکري، پر وخت دې عضوي او کیمیاوي سرې وکاروي او منظمه اوبه لګونه دې ترسره کړي.
باید وویل شي، چې یادې سپارښتنې به د دې لامل شي چې بزګران باکیفیته حاصلات تر لاسه کړي او اقتصادي وضعیت یې ښه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS