کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

mail-admin
Sun, Apr 19 2026 1:02 PM
برگزاری نشست مهم با دفتر «داکار» در کندز پیرامون تطبیق و پیشرفت پروژه‌های انکشافی زراعتی

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر کرنیزو پروژو خبرې اترې وکړې.
په کندز ولایت کې د کرنې ریاست او د «ډاکار» دفتر ترمنځ په ترسره شوې لیدنه کې دواړو لورو د یاد ولایت په کچه د پراختیايي پروژو د تطبیق او پرمختګ په اړه هر اړخیز بحث او د نظر تبادله وکړه.
په دې لیدنه کې د هغو مهمو پروژو یادونه وشوه چې د «ډاکار» دفتر له لوري عملي کېږي، چې پکې د چکډېمونو جوړول، د اوبو لګولو کوچنیو بندونو جوړول، د هګۍ اچوونکو چرګانو وېش، د مېوه لرونکو بڼونو رامنځته کول او د سبو او شولو نمایشي قطعې شاملې دي.
د «ډاکار» دفتر مسوول دادالله د دغو پروژو د روان وضعیت په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې د پروګرامونو یوه د پام وړ برخه لا دمخه تطبیق شوې او پاتې نورې یې اوس هم د پلي کېدو په حال کې دي. هغه زیاته کړه چې یادې پروژې د کرنیز وضعیت په ښه والي، د حاصلاتو په زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.
ورپسې، د کندز د کرنې رییس مولوي نیاز محمد عابد د «ډاکار» دفتر له همکاریو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او د اړوندو ادارو ترمنځ یې د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي د دغو پروژو پر وخت او باکیفیته تطبیق د کرنې سکټور د ودې او د بزګرانو د هوساینې لپاره مهم وباله او د ورته پروګرامونو د دوام څخه یې بشپړ ملاتړ څرګند کړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې د نړۍوالو او همکارو بنسټونو په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې کرنیزې پراختیايي پروژې پلې کړي، څو د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه او د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي. کندز ولایت هم د هغو سیمو له ډلې څخه دی، چې په کې د اوبو مدیریت، بڼوالۍ او مالدارۍ برخو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS