د هلمند د انارباغ نیالګیو روزلوقوریه کې د سلګونو زرو نیالګیو د تخمونو کرلو چارې پای ته ورسېدې

mail-admin
Sun, Apr 19 2026 9:22 AM
د هلمند د انارباغ نیالګیو روزلوقوریه کې د سلګونو زرو نیالګیو د تخمونو کرلو چارې پای ته ورسېدې

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د قدرتي سرچینو امریت له لوري، د انارباغ قوریه کې د نیالګیو د تولید او روزنې په موخه پراخ فعالیتونه ترسره شوي دي.
د یادو هڅو په ترڅ کې په ۴۰۰۰ پلاستیکي کڅوړو کې ۵ کیلو د مصري بید تخم کرل شوي، په ۴۷۸۸ پلاستیکي کڅوړو کې درې کیلو د ګل‌بید تخم کرل شوی او همدارنګه په ۵۰۰۰ پلاستیکي کڅوړو کې پنځه کیلو د یوکلپتوس بید تخم کرل شوی دی.
سربېره پر دې، پنځه کیلو د پستې تخم، څلور کیلو د مورفانګ تخم، دوه کیلو د سروې تخم او ۱۰ کیلو د ناجو تخم هم کرل شوي دي.
همدارنګه د ۲۰۰۰۰ پیوندي نیالګیو اصلاح هم ترسره شوې، چې له امله به یې په راتلونکې کې په سلګونو زره نیالګي تولید او وروزل شي.
باید وویل شي، چې دغه هڅې د شنوسیمو د پراختیا، د چاپېریال ساتنې او د اقتصادي ودې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS