د خوست موسی‌خېلو ولسوالۍ کې فیل‌مرغانو ته د واکسین دویم پړاو پلي شو

mail-admin
Sat, Apr 18 2026 4:02 PM
د خوست موسی‌خېلو ولسوالۍ کې فیل‌مرغانو ته د واکسین دویم پړاو پلي شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې او د افغان پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ، د موسی‌خېلو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د فیل‌مرغانو د روغتیا ساتنې او د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه، د (IB+ND) ګډ واکسینو دویم پړاو کمپاین په بریالیتوب سره تطبیق شو.
په دې لړۍ کې نږدې 1000 دانې فیل‌مرغانو ته واکسین په معیاري او مسلکي ډول ورکړل شول، چې د هغوی د معافیت کچه لوړه او د ناروغیو پر وړاندې یې مقاومت پیاوړی شي.
د یاد کمپاین په پایله کې، د فیل‌مرغانو روغتیا خوندي شوې او د تولید وړتیا یې لا پیاوړې شوې ده، چې دا به د هګیو او بچیانو د تولید له لارې د مستحقو کورنیو د عاید په لوړوالي او اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
همدا راز، هغه فیل‌مرغان چې څه موده وړاندې مستحقو کورنیو ته وېشل شوي وو، اوس د مناسبې تغذیې او ښه پالنې له امله د تولید مرحلې ته داخل شوي، هګۍ اچوي او بچیان تولیدوي، چې دا د یادې پروژې  بریالیتوب ګڼل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS