خوست کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو ور کړې پروژې د ۵۰۰ ټرینچونو چارې بشپړې شوې

mail-admin
Sat, Apr 18 2026 4:01 PM
خوست کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو ور کړې پروژې د ۵۰۰ ټرینچونو چارې بشپړې شوې

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د صبریو او یعقوبیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت په مستقیمه څارنه، او د ويرو مؤسسې په همکارۍ، د یادې ولسوالی اړوند د اباد خانې په سیمه کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو  یوه مهمه پروژه په بریالیتوب سره بشپړه شوه.
یاده پروژه، چې د اوبو د مدیریت او کرنیزو ځمکو د ساتنې په موخه طرحه شوې وه، پکې ټولټال شاوخوا ۵۰۰ ټرینچونه (کندې) وکېندل شول، چې د باراني اوبو د مهارولو، د ځمکې د تخریب مخنیوي او د کرنیزو حاصلاتو د ښه والي لپاره مهم رول لري.
په دې پروژه کې اولس سیمه ییزو کاریګرو برخه اخیستې وه، چې د څو کاري ورځو په موده کې یې په دوامداره توګه کار ترسره کړ. د کار په بدل کې هر کارګر ته د ورځې ۳۵۰ افغانۍ ورکړل شوې، چې نه یوازې یې د سیمې خلکو ته لنډمهاله کاري زمینه برابره کړه، بلکې د هغوی د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې یې هم اغېزناک رول ولوباوه.
دغه ډول پروژې د کلیوالي سیمو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو تر څنګ، د قدرتي سرچینو د ساتنې، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت زیاتولو او د خلکو د عایداتو د لوړولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري ژمنه ده، چې د ورته ګټورو پروژو پلي کول به دوام ولري، ترڅو د کرنې سکتور پیاوړتیا او د بزګرانو د ژوند د شرایطو ښه والی یقیني شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS